د ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت زراعتي حاصلات  بهر ته صادر شوي

د ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت زراعتي حاصلات بهر ته صادر شوي


  • 2 مياشتي دمخه (26/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 77

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د روان کال په نهو میاشتو کې یې د ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت له هېواد څخه بهر زراعتي حاصلات صادر کړي دي. 

دوی زیاتوي چې په دغه زراعتي حاصلاتو کې چې په تېرو نهو میاشتو کې له هېواد بهر ته صادر شوي دي، وچه او تازه مېوه، زعفران، کچالو، رومیان او پیاز شامل دي. 

یاد معاونیت ویلي چې دغه صادرات یې 

پاکستان، هند، ترکیه، جرمني، عربي متحده اماراتو، روسیې، چین، هالند، اوزبیکستان او یو شمېر نورو هېوادونو صادر کړي دي. 

ورته مهال د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم د تېر کال په پرتله بهر ته د هېواد په صادراتو کې د زیاتوالی خبر ورکړی وو.