دا دهغه کتاب نوم دی چی دپښتو ژبی دډیر ښه لیکوال او څیړونکی ښاغلی اکبر کرګر له خوا لیکل شوی او په دی وروستيو کی ددانش دخپرندویی ټولنی له خوا په ښکلی قطع او صحافت دزرو ټوکو په شمیرپه کابل کی چاپ او خپور شوی دی کتاب له سريزی نه پرته ۲۱۷ مخونه لری او په سر کی خپله دلیکوال له خوا یوه لس مخیزه سریزه هم خبره شوی ده سریزه زموږ حال دپښتو شعر حال ترسرلیک لاندی دپښتو دمعاصر شعر په هکله په زړه پوری خبری شوی دی په وروستی صفحه دليکوال تصوير دهغه دچاپ او ناچاپ اثارو سره دکتاب ښکلا لا پسی زياته کړی ده په سريزه کی ليکوال تر وسی کوشش کړی چی دپښتو دمعاصر شعر حالت یی دپښتنو داوسنی ستنزمن دژوند نژدینژدی ارزولی اودهغه په نظر لکه څنګه چی دپښتنو ژوند په وروستیو کلونو کی له رازراز ستونزو او کړاونو نه ډک دی داډول يی شعر هم له ماتو اوبريو نه ډک دی شعر یی هم دغمیزو او ناخوالو هنداره ده او شعریی له ځانګړنو او نوښت نه ډک دی ليکوال په سريزه کی ليکلی چی دپښتو اوسنی شعر دمنځپانګی او جولی (شکل) له مخی نژدی ده چی له نړيوال شعر سره ډغری ووهی او دخپلی خبری دثبوت له پاره لاندی بیلګه وړاندی کوی.
زوی می زما په ژبه نه پوهيږی
زه می له پلار سره په یوه مسجد کی لمونځ نه کوم
پلار می په خپله لاره ځی اوزه په خپله لاره
زوی می زموږ لاری
منسوخی
کږی لاری بولی
او دخپل ځان له پاره بله نوی لار لټوی
زموږ دژوند دود او دستور داسی دی
موږه دلارو دبدلون په هنر ښه پوهيږو
خو دڅانونو بدلولو سره روږدی نه يو
څکه خو ټول عمر
په لارو کی يو
منزل ته
نه رسیږو
له سریزی نه وروسته ليکوال دپښتو دمعاصر شعر په هکله خپلی خبری پیل کړی دی ددی اثر ليکوال ښاغلی اکبر کرګر زه له ډیرو کلونو راهيسی له نژدی نه پيژنم دهغه دسبک اولیکنو سره زيات بلد یم هغه په ټوله کی دپښتو دلنډی کيسی ښه ليکوال دی او تر اوسه یی دلنډو کيسو پنڅه ټلګی چاپ شوی دی زما په اند کرګر يو دهغو پښتو ليکوالو له ډلی څخه دی چی دپښتو او نړيوالو اثارو ښه مطالعه لری او دی کار دهغه ليکنو ته لا ښه رنګ ورکړی دی.
ددی اثر په اړه څو ټکی:
دپښتو دمعاصر شعر په هکله څیړنه په پښتو ژبه کی کومه نوی او ابتکاری خبره نه ده ځکه چی دپښتو دمعاصرشعر دځانګړتیاووپه هکله ډیر زیات اثار لیکل شوی او دپښتو دمعاصر شعر جاج اخستل شوی دی ليکوال په دی اثر کی په کلی شکل دپښتو دشعرشننه او څيړنه نه ده کړی بلکی یوازی دهيواد دڅوشاعران لکه ښاغلی سلیمان لا یق ،ښاغلی صدیق کاوون توپانی ،ښاغلی علی ګل پیوند،ښاغلی عبدلباری جهانی او ارواښاد اسحق ننګیال دشعرونو په اړه يی يوه ډیره په زړه پوری څیړنه کړی ده زما عرض دادی چی که کرګر صاحب خپلو څیړنو ته دوام ورکړی او دپښتودمعاصر شعرپه عمومی توګه وڅيړی نو دا به يو ډیر غنیمت او په زړه پوری کاروی له دی نه زما مطلب دا نه دی چی خدای مه کړه دااثراوس کوم ارزښت نه لری سره له دی چی دپښتو دمعاصر شعر هراړخیزه څيړنه دډیرو اثارو غوښتنه کوی خوکه دا کار شوی وای اویا په ډیر لنډیز سره ډديرو شاعرانو شعری بیلګی وړاندی شوی وای نو له دی نه به نور هم ددی اثر ارزښت زیات شوی وای دا ځکه چی دپښتو دمعاصر شعر لمن اوس دومره پراځه او دومره غنی ده چی هغه يوازی دڅو بیلګو په څیړلو او شننو نه خلا صه کیږی.وګوری په همدی اثر کی داوسنی شعر یوه بله په زړپوری بيلګه:
ملا دباد په کجاوه کی راغی
ملا دوريځو له کاروانه سره
په ښارراننوته
او په خورجینه کی یی
یو څو نا چلی
له تاريخه غورځیدلی
کرنسی راوړی
ملا کوځه په کوڅه ګرځی له ښاريانو نه خندا رانیسی
ملا ټوپک غاړی ته واچاوه جګړی ته ولاړ
ملاغزاکوی جامی رنګوی
ملا په سپینو،نازنينو ګوتو
دخپل لنډی ټوپک ماشه راکاږی........
تر پايه
په هر حال دشعر درناوی اثر يو ډیر ګټور او دراتلونکی نسل له پاره پو ښه ماخذ ګڼلی شواو لیکوال ته یی دډیرو بریو هیله کوم شعر ددرناوی وړدی او دشعر درناوی باید وشی دپښتو دمعاصر شعر دلا غوړیدو په د هیله