جوزجان کې د سمېنټو لویه فابریکه جوړېږي

جوزجان کې د سمېنټو لویه فابریکه جوړېږي


  • 2 مياشتي دمخه (29/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 81

د کانونو او پټرولیو وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تر منځ د سمېنټو د لویې فابرېکې د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.

ارګ پر خپله ایکس پاڼه په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د جوزجان په یتیم تاق سیمه کې د ۷۷ نومي ترکي شرکت لخوا د سمېنټو یوه لویه فابریکه جوړه کړل شي.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې چې یاد ترکي شرکت به ددغه فابرېکې په جوړولو باندې ۱۶۳ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او په ورځ کې به د ۳زره ټنه سمېنټو تولید وړتیا ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې دا تړون د ۳۰ کلونو لپاره له دغه شرکت سره شوی او په خبره یې، ۱۲۰۰ افغانانو ته به پکې په مستقیمه توګه د کار کولو زمینه مساعده شي.