د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امنیت شورا نه غوښتي څو پر اسرائیلو دې بندیز ولګوي.
عباس عراقچي په تهران کې د بهرنیو هېوادونو د استازولیو له سفیرانو سره په لېدنه کې ویلي چې امنیت شورا باید پر اسرائیلو بندیز ولګوي.
هغه زیاتوي چې اسرائیل په غزه او لبنان کې پر جنګ او وېنې تويونې ټېنګار کوي او په خبره یې امنیت شورا اړ ده چې د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل پر بنسټ پر اسرائیلو بندیز ولګوي.