د اسرائیل او لبنان کړکېچ؛ بایډن اسرائیلو ته خپل سلاکاران استوي

د اسرائیل او لبنان کړکېچ؛ بایډن اسرائیلو ته خپل سلاکاران استوي


  • 2 مياشتي دمخه (30/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 66

د امریکا د ولسمشر جوبایډن دوه مهم سلاکاران اسرائیلو ته د اسرائیل او حز بالله ډلې تر منځ د جنګ د پای ته رسېدو په پار سفر کوي. 

 

اکسیوس خبر ورکړی، چې د بایډن دوه مهم سلاکاران اموس هوخشټاین او برټ مک ګورک به په دې سفر کې د دواړو لورو تر منځ د روان کړکېچ د پای ته رسېدو هڅې وکړي. 

 

که دغه دوه امریکايي سلاکارانو د اسرائیل او حزبالله تر منځ د جنګ په پای ته رسولو وتوانېږي، دا به پر اسرائیلو د حماس غورځنګ له برید راهیسې لومړی ځل وي، چې په منځني ختیځ کې به روان کړکېچ کم شي. 

 

په راپور کې د امریکایي چارواکو له قوله راغلي، چې حزب الله ډله د اسرائیلو لخوا وروستیو زیانونو د‌ې ته چمتو کړې، چې له حماس غورځنګ سره خپلې اړيکې پرې کړي.