کندهار کې څه کم ۱۳۰ قلمه تاریخي اثار نېول شوي

کندهار کې څه کم ۱۳۰ قلمه تاریخي اثار نېول شوي


  • 2 مياشتي دمخه (30/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 105

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کارکوونکو لخوا په دې هوايي ډګر کې ۱۲۶ عدده پخوانۍ سکې او یو تبرزین نېول شوی دی. 

 

دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا تاریخي اثار له یاد هوايي ډګر څخه بهر ته د قاچاق کولو پر مهال نېول شوي دي. 

 

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد اثار به تر ثبت او پاکولو وروسته په کندهار موزیم کې نندارې ته وړاندې شي. 

 

دا پداسې حال کې ده، چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کي د سپین بولدک د کمېسارۍ له لوري ۱۶۹ قلمه تاریخي اثار ونېول شول، چې پاکستان ته قاچاق کېدل.