ترکي شرکت د ۲۰۰ ميګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه کوي

ترکي شرکت د ۲۰۰ ميګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه کوي


  • 2 مياشتي دمخه (30/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 79

۷۷ ترکي شرکت غواړي چې په هرات کې د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي. 

 

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د ۷۷ نومي ترکي شرکت رئیس سلیمان جيلیو د یاد وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په لېدنه کې د کجکي بند د دویم فاز په پروژې کې د پرمختګ په اړه هم خبرې کړې دي. 

 

منصور یاد ترکي شرکت ته د هرات د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د پروژې په اړه د زمېنې د برابرولو ډاډ ورکړی او په خبره یې نږدې راتلونکي کې به یې د دواړو لورو لخوا تړون لاسلیک شي.