چین د روسیې او اوکراین تر منځ روان کړکېچ ته د مذاکراتو له لارې د حل د پیدا کولو غوښتنه کړې ده.
په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند ویلي، چې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه یې دریځ تغیر نه دی کړی او لا هم د مذکراتو له لارې دغه کړکېچ د حل غوښتونکی دی.
دا څرګندونې روسیې ته د شمالي کوریا لخوا د سرتېرو د استولو په اړه د بېجېنګ او واشنګټن خبرو ته په اشارې شوې دي.