د اوکراین ولسمشر یو وار بیا له لویدیځ ګیله کړې او ویلي یې دي، چې غرب له دوی سره د مرستې پرځای یوازې د جګړې سیل کوي.
ولادمیر زیلنسکي ویلي، امریکا او لویدیځ ملګري یې یوازې ننداره کوي؛ خو د شمالي کوریا ځواکونه له روسیې سره یوځای شول.
هغه ویلي، دوی مجبور دي چې د شمالي کوریا د ځواکونو مخنیوی وکړي؛ خو زیاتوي چې امریکا ورسره په دې برخه کې کومه مرسته نه ده کړې.
زیلنسکي ګیله کړې، چې امریکا اوکراینیان پر روسیې ووژل؛ خو اوس د خیر په غونډۍ کېناسته.