الحدث رسنۍ د سرچېنو له قوله خبر ورکړی، چې اسرائیلي پوځیان د سوریې خاورې ته داخل شوي او یو سوریايي وګړی یې تښتولی دی.
د خبر له مخې یاد کس ددې لپاره اسرائیلي پوځیانو تښتولی چې ګویا د ایران سپاه پاسدارانو سره یې کار کاوه.
دا خبر داسې مهال رسنیز شوی چې تردې وړاندې هم اسرائیلي پوځیانو یو لبنانی د لبنان له باترون ښار تښتولی ؤ.
دغه کس چې عماد امهز نومېده، په اړه یې سرچېنو الشرق ته ویلي، چې نوموړی د کښتۍ کپټان دی او له امنیتي ارګانونو سره هیڅ اړیکې نه لري.
#SamsoorNews