د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسرائ..یلو ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
عباس عراقچي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په یو مطبوعاتي کنفرانس کې زیاته کړې، چې هېواد یې د اسرائ..یلو په شان شخړو ته لېوال نه دی.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یاد کنفرانس کې ویلي، چې ایران او پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې په حال کې دي.
ډار زیاته کړې چې په دوه اړخیزه لېدنه کې یې د ترورېزم پر وړاندې په ګډه همکارۍ ټينګار کړی دی.
#SamsoorNews