مرحمتي: ګاونډیو هېوادونو سره ګډې همکارۍ ته ژمن یو

مرحمتي: ګاونډیو هېوادونو سره ګډې همکارۍ ته ژمن یو


  • 1 مياشت دمخه (05/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 44

په هرات کې د ایران سفارت نوي جنرال قونسل له افغانستان سره د ایران په هر اړخیزه همکارۍ ټينګار کړی دی. 

 

علي رضا مرحمتي ویلي، چې ایران په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې د دوامداره پرمختګ او د ګډو همکاریو غوښتونکی دی او په وینا یې اقتصاد او امنیتي برخې ورته لومړيتوب دي. 

 

بلخوا د هرات والي په یاد ولایت کې د ایران نوي جنرال قونسل ته په چارو کې بریالېتوب غوښتی او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په ټرانزېټي او سوداګریزو برخو کې د مرستو پر پراختیا ټينګار کړی دی.

#SamsoorNews