کندهار کې د یوه چیک ډېم جوړولو کارونه ‎پیل شوي

کندهار کې د یوه چیک ډېم جوړولو کارونه ‎پیل شوي


  • 1 مياشت دمخه (05/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 43

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (U.N.D.P) په مالي ملاتړ نن د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي د یوه چیک ډېم جوړولو کارونه پیل شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا چیک ډېم په غوماشه مانده کلي کې جوړېږي او پر جوړولو یې ۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه چیک ډېم په جوړولو کې ۴۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او کارونه به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.

دا پداسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د یاد پروګرام د پروژو مسئول جېسن هانډينا د کندهار له پخواني مرستیال والي حیات الله مبارک سره په لېدنه کې ویلي و، چې د کندهار ولایت په خاکرېز، غورک، تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو کې څلور چیک ډېمونه جوړوي.