ډونالډ ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې د ټاکنو پرمهال د پراخې درغلۍ ادعا کړې ده.
د امریکا روانو ټاکنو ته نوماند ټرمپ پر خپله تروث ټولنیزې رسنۍ لېکلي، چې په پنسلوانیا ایالت کې د ټاکنو په بهیر کې پراخه درغلي شوې ده.
پنسلوانیا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې کولای شي نهایي پایلې یې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشر مشخص کړي.
خو د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ټاکنو یو شمېر چارواکو د ټرمپ دا ادعا رد کړې ده.
#SamsoorNews