ایران کې یو افغان اعدام شوی

ایران کې یو افغان اعدام شوی


  • 1 مياشت دمخه (06/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 83

د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش ویلي، چې د ایران په مشهد کې د ظاهر صفري په نوم یو افغان اعدام شوی دی. 

 

حال وش تېره ورځ پر خپله ویب پاڼه لېکلي، چې دا کس د مشهد په یوه زندان کي اعدام شوی؛ خو د هغه د اعدامېدو لامل یې نه دی څرګند کړی. 

 

دا پداسې حال کې ده، چې تازه یاد سازمان ویلي، چې یاد هېواد د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په تېره اکټوبر میاشت کې ۱۳ افغانان اعدام کړي او پدې سره په روان کال کې د یاد کس په ګډون په دغه هېواد کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۰ کسانو ته ورسېد.