لغمان کې ترافېکي پېښې ۱۰ کسان ژوبل کړي

لغمان کې ترافېکي پېښې ۱۰ کسان ژوبل کړي


  • 1 مياشت دمخه (09/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 33

د لغمان ولایت امنیه قومنداني وايي، تېره شپه شاوخوا اووه بجې د یاد ولایت په عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ترافېکي پېښې له امله ۱۰ کسان ژوبل شوي دي. 

 

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا ترافیکې پېښه د کابل- جلال آباد پر لویه لاره د کاسټر او کرولا د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. 

 

په خبرپاڼه کې راغلي، په ژوبلو شویو کسانو کې درې تنه ښځې هم شاملي دي، چې د درملنې په موخه د امنیتي مسئولینو لخوا د ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده چې د ژوبلو شویو کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.