اوچا: افغانستان د اقلیمي بدلون په لسو زیانمنو هېوادونو کې راغلی

اوچا: افغانستان د اقلیمي بدلون په لسو زیانمنو هېوادونو کې راغلی


  • 2 مياشتي دمخه (11/11/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 49

افغانستان د لسو هغه هېوادونو په نوملړ کې راغلی، چې د اقلیمي بدلون له امله زیات زیانمن شوي دي. 

 

د اوچا د راپور پر اساس؛ سره له دې چې افغانستان د شنو خونو ۰،۱ فیصده ګاز خپروي، د نړۍ د لسو زیاتو زیانمنو هېوادونو په ډله کې راغلی دی. 

 

اوچا له هغو هېوادونو سره د اقلیمي بدلون یا (COP-29) په ناسته کې پر مرستو ټينګار کړی، چې د اوبو له کموالي، سختې ګرمۍ او یا هم له وچکالۍ سره مخامخ دي.