د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو د خدماتو نوې ټاکل شوې بیې اعلان کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، له دې وروسته به د هرې مخابراتي شبکې د یو جې بي انټرنېټ بیه ۹۵ افغانۍ وي چې له پخوا یې په بیه کې ۱۴سلنه ارزانوالی راغلی دی.
دغه وزارت د یوې مخابراتي شبکې تر منځ د یوې دقېقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۳۰ افغانۍ ټاکلې، چې دا بيه له پخوانیو بیو څخه ۳۰ سلنه ارزانوالی ښيي.
ددې تر څنګ له یوې داخلي شبکې بلې داخلي شبکې ته د یوې دقېقې غږېزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې چې تر پخوا یې په بیو کې۳۶ سلنه کموالی راغلی.