د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت له خوست نړیوال هوایي ډګر د سعودي عربستان د جدې ښار ته د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په اونۍ کې به یو ځل د خوست او جدې نړیوالو هوايي ډګرونو ترمنځ یو پرواز ترسره کېږي.
دا خبر داسي مهال خپور شو، چې د تېري اکټوبر میاشتې پر ۲۹مه هم د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو پروازونو تړون لاسلیک شو.