د ترکیې ولسمشر ویلي که د اسرائیلو مخه ونه نېول شي، نو د دوی ظلمونه به ورځ تر بلې زیات شي.
رجب طیب اردوغان ویلي که اسرائیلو ته د وسلو استول دوام وکړي، دوی به لا هم خطرناک شي.
نوموړي زیاته کړې چې د روان کړکېچ د مخنیوي لپاره یو کار چې ډیر اړین دی، هغه د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندنه ده.
اردوغان پر اسرائیلو د سوداګریزو بندیزونو لګولو او د فعالې ډېپلوماسۍ له لارې د دوی پر منزوي کولو باندې هم ټينګار کړی دی.