رویټرز خبر ورکړی چې ټرمپ ته د واک د لېږد ټیم پردې لګیا دی تر څو له افعانستان د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د دخیلو افسرانو نوملړ جوړ او له دندو یې لرې کړي.
ډونالډ ټرمپ تردې وړاندې ژمنه کړې وه، هغه نظامي چارواکي چې له افغانستان څخه د امریکایانو په وتلو کې دخيل وي؛ له دندو به یې لرې کړي.
ټرمپ ویلي وو، هغه نظامي چارواکي چې له افغانستان د امریکایانو په وتلو کې ښکېل وي، د لوړې د مراسمو پر ورځ یې باید استعفاء لیک دده پر مېز ايښی وي.