زموږ حال د پښتو شعر حال څو خبرې !


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمداکبر کرګر
  • 1214

نېچه وايی:
((له ټولو ليكنو مې يوازې هغه ليكنې خوښېږي چې په خپلو وينو ليكل شوې وي.
۔ په وينو يې وليكه او ته به زده كړي چى وينه روح دى.
د بل وينې پيداكول اسان كار دى: خو له هغو ټولو بېزاره يم چې په تنبلې يې لولي)).

(۱)
په شعر خبرې كوو! زموږ شعر اوس هغه لاپوك  شعر نه دى چې ووايو:  زه تر هندوكشه لوړ او له پاميره دنگ او له امو او اباسينه ډېر په غورځنگ يم. پوهيږئ، مطلب مې دا دى چې زموږ شعر د غربت شعر دى، د بې وطنۍ شعر دى، او د بې وطنۍ شعر څرنگه وي؟ د پړسېدلو ټټرونو د وچو ستنو، د خپه چرتونو او د اندېښنو نه ډك او له يأس او حرمان نه ډك شعر دى.
يوه شېبه مو د پښتنو د خان د پښتنو د فاضل خان، مشر او د پښتون په ننگ د ولاړ انسان خوشال د ژوندانه  يوه شېبه  ذهن ته راولئ. هغه شېبه چې هغه يې د رنتبور د جېل له دروازو دننه كړ او له پښتونخوا يې په زرگونو فرسنگه لېرې په داسې يوه جېل كې واچولو چې نه په كې دروه سړې اوبه وې او نه په كې بل څه، خو هغه چې كوم شعر وليكه يا يې هست كړ، زموږ درد ته د ورته شېبو شعر وو.
كه گذر په خيراباد وكړې نسيمه
يا دې گشت وشې د سراى د سيند په سيمه
په وار وار زما سلام ورته عرضه كړه
ورسره زما له لوريه څو تسليمه 
اباسيند وته ناره وكړه په زوره
و لنډې ته وينا ووايه حليمه
گوندې وى چې بيا مې ستاسې جام نصيب شي
په گنگا - جمنا به نه يم تر قديمه
چې سړې اوبه دغره نشته په هند كې
ترې توبه كه واړه ډك دي له نعيمه
همېشه به په هند نه اوسې خوشاله
عاقبت به عاصي وځي له جحيمه  
 
خو زموږ د شعر محتوى هم څه بل ډول ده. موږ چې سهار پاڅو، خړ اسمان وينو، تور سړكونه وينو، د خړو كوڅو په كږلېچونو كې وركېږو، پناه كېږو او همداسې چې پناه كېږو. زموږ وروستى نسل راپسې سرگردان دى. هغوى په هر قدم او په هر څپك زماني او مكاني واټن كې په  هر دم او په هر نفس كې خپل كليمات، پلار ٬ مور ٬ نېكه، ورور، خور، مور، وطن، مېنه، كلى، وستل، چينارونه  او دېره، شو د يارې او كرواړې او بالاخره د ملنگ جان پښتنواله د امان افغانستان او د خوشال پښتونخوا د روښان روښنايی او لمر او د رحمان د خاورو كنډولى له ياده باسي او لكه سپين ململې ټوكران د خړ تمدن، د خړ سترگې فرهنگ او د شين سترگې شيطنت په خم كې رنگېږي او خداى خبر چې بيا به موږ ته د پلار او دادا غږ وكړي او كه نه.
شاعر وايی :
زوى مې زما په ژبه نه پوهېږي
زه مې له پلار سره يوه مسجد كې لمونځ نه كوم
پلار مې په خپله لاره ځي او زه په خپله لاره ٬
زوى مې زموږ لارې
منسوخې
كږې لارې بولي
او د خپل ځان له پاره بله نوې لار لټوي
زموږ د ژوند دود او دستور داسې دى
 موږه د لارو د بدلون په هنر ښه پوهېږو ٬
خو د ځانونو بدلولو سره روږدي نه يو
ځكه خو ټول عمر
په لاره كې يو
منزل ته
نه رسيږو.

كاوون توفاني
المان ۔ دسمبر ۱۹۹۴
رښتيا خبره دا ده چې  زموږ رنځونه زيات دي. دلته زموږ په گاونډ كې څوك موږ ته د ښه چارې غږنه كوي. موږ ته نه وايی شين  چاى  او چېلم  څنگه ؟ او موږ ته دا هم نه وايی او نه يې ويلى شي چې: 
كه ليونى يې زما يار يې
خلك ناكام له ليونو سره كوينه
نو همدا او داسې نورې دردوونكى خبرې دي چې موږ ترې شعر جوړوو ٬ او همداسې خبرې دي چې  موږ ورته د احساس څرخه اېښې ده. د عاطفي تېلي څراغ  چې هره شېبه په پف سره په مړ كېدو دی٬ بل كړى دى. زموږ د شعور او تحت الشعور زړه ادې ورته ناسته ده. د خپل لمسې نه په ستن كې د تار اچولو مرسته غواړي او بيا د شعر تنسته جار باسي.
يو وخت پابلو نرودا وويل: راشئ او وينې په واټونو كې وگورئ. موږ دا يو ورسره غبرگوو٬ چې ورشئ وينې په واټونو او واسكټونه په تنونو كې او سره گلونه په كروندو كې وگورئ٬ او ټوپكمار د درواڒو په ماتولو  كې وگورئ. ځكه خو هغه شاعر حق لري چې  د خوندونو او رنگونو په شاعرانو په غصه شي او ورته ووايی:
بل دې شاعر په دواړو سترگو  ړوند شي
- گوتې  يې ماتې شه  په ژبه باندې  هم گونگى شه
- بل دجانان داشين منگى دې ستا په سر مات شي
 او دا مازديگر او دا گودر دې ستا په وينو سور شي
نو دا ده زموږ د نيمگړي غزل د الهام منبع.
 زموږ د شعر لايق په رښتيا چې اوس  بوډا شو. كاشكې چې هغه په دې عمر كې هم يوازې د شعر د صنم ستاينه كولاى. زموږ د زړونو د پيوند د زلميتوب خندا وى. د زندانونو له دېوالونو دننه او څه هم د جنگونو او غورځو پرزو په دندوكار كې لكه يوه څپه په غلې كېدو كې پاتې شوې. اوس چې كله د هغه لاس قلم ته ورځي، نو لږ په زلزله ورځي. كاوون خو د افغانستان څخه په ليرې والې كې د درد څخه په داسې پړاو كې دى چې اوس د سيد هارتا بودا په څير د ((نيروانا)) په لټه كې دی او د گوښېتوب چېله يې ويستلې ده. د فلسفې اسد اسمايي له بده مرغه هره شېبه ځان په برزخ كې احساسوې او د چا خبره چې د عزراييل سره چمبړ دی )۱ (. ننگيال خو تر ټولو باتورو چې د ((عقل او جنون)) په جگړه كې يې تر ټولو د مخه خپل سر له تنې را جلا او په خپل لاس يې خپل مالك ته ونيو او په بربنډو الفاظو يې د مكارې نړۍ په كرشمو تف كړل او بيا يې وويل :
وادې اخله دونيا زه وږې ستا د دونيا نه يمه
نو دا ده زموږ د شعر د هستولو بل مضمون ۔ نو ځكه:
كه رښتيا راباندې وواياست. زموږ د ناستو حال همداسې دى. له تورتمه هر څوك ډار لري، خو په خوله يې نه وايی. شاعر د ويلو جريت لري. ځكه خو د هغو حال زموږد ژوند مصداق دى.
اوس زموږ له شعر نه د لاپو او د غرېدلو ساه الوتې ده. د يوه داسې
۱ . له بده مرغه له دغې لیکنې لږه موده وروسته اسد اسمایي له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د تلپاتې ستورو دونیا ته یې کډه وکړه .
پراخ شنه اسمانه او د يوه داسې لمر څخه چې وړانگې يې اوس د پرښتو لښكر هم په تول نه شي تللى ٬ ليرې يو.
نو اى  په پرديو هيوادونو كې پرتو  يارانو كله مو د خپل مړستون په باب فكر كړى دى. او كله مو د ((لندنيو)) خټو په اړوند سوڇكړی چې هلته به نيال كېږې او د اسطورو په روايت به كه بيا راشنه شئ، نو ستاسې رنگ به نور داسې غنم رنگه  نه واست او چې خښ شئ، نو د خپل احساس سره د خپل فكر سره او د خپلې عاطفې سره به  خښيږئ. نو بس همدا زموږ  د غزل تكل دی چې  زموږ د نشت كېدو په بيه به مكمل كېږي.
د غزل ژبه كله د ژور يأس او حرمان ديالوگ هم وي او موږ چې  پخپله په يو داسې حالت كې يو، نو وواياست چې :
اوس نو په شليدلۍ گرېوان څه وكړو٬
 چا ته  مخ ورواړوو او چا ته  دا كيسه وكړو،
 له  چا ته سره وستل كې شور او زوږ جوړ كړو،
 كلى مو سپېره په  هديره بدل ٬
 نه خېږي د كور له روزانو لوگي٬
دا د غم كدې داستان نو څنگه وي
(۲)
له بلې خوا :
په تېره نيمه پېړۍ كې زموږ په هېواد هم خزانونه راغلل او هم بهارونه. په خزانونو او بهارونو كې ږلۍوشوي. ناوونه او سېلابونه له غرونو راښكته شول. زلزلې وشوې، كلي له بېخه ونړېدل. موږ او تاسو ټول د دې شاهدان وو. سيندونه ډك وبهېدل، خو مړي او جسدونه يې يا له ځانونو سره يوړل او يا خو يې د ماهيانو خوارك كړل. هلته لېرې له كليو او ښارونو لېرې كېږدۍ ودرېدې. بورې ميندې په كې كښېناستي د ځينو  زامن جنگ ته رهي شول. د باروتو او تورو لوگو په مينځ كې كله ناكله برېښنا او تا لندې يوه څېره هم ووهله او د سرپو بارانونه وشول او لا روان دي.
دلته كلي شړ شول. ډلې ډلې زلمي ووژل شول. هديرې پراخې شوې. كروندې وچې شوې. ويالې وچې شوې. زيارتونه بې مجاوره شول. جوماتونه په بارانونو كې راولوېدل او هوجرې شړې پاتې شوې. په هوجرو كې لارويو سپيو بچې راوړل دا ځكه چې خاوندان يې يا مړه شول او يا مساپر شول.
خاوندان يې يا په ځمكو كې ښخ شول چې ((د اساطيري رواياتو له مخې بيا رازرغون شي)) دا ځكه چې اوس هم موږ وايو چې ځمكه مور ده او اسمان پلار دى او د دواړو له وصلته موږ پيدا يو.
كليوال او ښاريان د ښونځيو شاگردان څه په ښارونو ننوتل او څه هم له هېواده لېرې ولاړل او د چا خبره د خپل تقدير شكرۍ ته كښېناستل. هلته ټېل ماټېل شول، وځورېدل، سپك شول او د دوی له مينځه يو نوى نسل راپورته شو.
دې نسل خپل چاپېريال ته وكتل خواو شا يې وكتل. ځان ته يې وكتل پلار او مور ورور او د خپل نغري چرگۍ ته يې وكتل او ژوند ته يې  وكتل. خپل ماحول او پردي ماحول ته يې وكتل او له دې ټولو يې بېلا بېل مفاهيم جوړ كړل. په قهر شو په غوسه شو. لېونى شو. بېباكه شو او په لنډه توگه شاعر شو چې اوس نه د اسمان پروا لري او نه د ځمكې او نه هم د كوم سلطان او نه هم دكوم امير.
دې پېښو چې كوم انسان جوړ كړ. هغه ته يې عصيان قهر او احساس وركړ.تفكر ( اندېشه )يې هم وركړ او د خبرو د ويلو ژبه يې وهم وركړله. دې انسان تفكر په كليماتو كې اهنگين كړ. دې انسان حقيقت ته مخه كړله په ((بكره پښتو)) كې چى كوم ذاتي استعداد موجود وو هغه يې راواخيست هغه ته يې پام شو او له هغه يې كار واخېست او يوه نوى دونيا يې هسته كړله. دا نوې دونيا د پښتو د شعر دونيا ده ۔
په دې بهير كې پښتو شعر دوه لارې خپلې كړې:
 يوه خو دا چې شاعر نېغ په نېغه او سم دم د ملاحظه كاري او محافظه كاري پردې شلوي او څه چې يې په ټپي زړه تير شوي وو، له هغې يې يوه تابلو ويستلې او تاسو ته يې په مخ كې ږدې. دا ډېره لوڅه او بربنډه  تابلو ده. د دې تابلو پيغام هم لوڅ او روښانه دى، خوزموږ  دا خوښيږي. سره له دې چې شعريت يې لږ څه خړ پړ غوندې دې. دا ځكه چې زموږ  زړه هم ډك دى او موږ تل د داسې يوې ((كاريزما)) په تمه يو او وو چې هره شېبه يې غواړې. موږ وخت او زمان ته ډېر انتظار وويست. د عنقا د مرغه مو اورېدلي وو، خو هغه په اسمانو كې وزرې وهي او د سم سړي پر سر نه كينې اوكه كينې نو ډارېږي چې  ...
خو له بلې خوا دې پېښو بله ژبه نور كليمات او نوى فرهنگ او نوې دونيا ايجاد كړه چې شاعر اوس هغه راټولوي. سره پيايی او شعر ترې جوړوي. هغه هم تاسو ته خوند دركوي. دا ځكه چې په هغه كې فكر او اندېشه ده او چې كله تاسو د هغه لومړي بيت باندې سترگى پرانيزئ، نو سم د واره ستاسو رواني حالت بدلېږي. تاسو بيا هغه څوك نه ياست چې يوه شېبه له مخه واست. دا شعر تاسو له ځانه سره اخلي. تاسو نه پريږي چې له هغه لېرې شۍ او هغه ونه لولۍ او دا ځكه چې هغه شعر دى او ټول څه  ستاسو په چاپېريال او په ژوند كې موجود دى، خو شاعر يې يو وار بيا په خپله ژبه تاسو ته په ښه تابلو كې ستاسو مخ ته ږدي.
 نو په دې اساس ويلی شو:
 پښتو اوسنی شعر د خيال او فکر له پلوه غني شوى. فکر او خيال دواړه په کې موازي تگ کوي. په اوسني شعر کې نوي سمبولونه، استعارې، کنايې او مجاز صنعتونه په کې په نويو بېلگو کې وړاندې شول. په ځېنو حالاتو كې پيغام په لوڅ او بربنډه ژبه نه شو وړاندې کېداى، نو شاعر هڅه کوله چې خپله خبره، فکر او پيغام د ادبي صنايعو په جامه کې وړاندې کړي . په پښتو معاصر شعر کې انځوريزه يا تصويري برخه غني شوه.
لكه چې د مخه مو وويل: په پښتو معاصر نظم کې د هېواد اوسني حالات په دوه ډوله انځور شوي. يوې ډلې ناظمانو دغه حالات په لوڅه او بربنډه ژبه داسې بيان کړل چې نېغ په نېغه ولس پرې پوه شي. د هغوی احساسات راوپاروي او د دوى په ژبه د يرغلگرو ظلمونه وگوري او په مقابل کې يې مقاومت وکړي. دغه ډول نظمونه خورا زيات شوي چې نن سبا يې زموږ دوديزې مېلې او مشاعرې هم تر اغېز ﻻندې راوستي. خو يو شمېر نور بيا همدغه حاﻻت د خپل فکر په رڼا کې په شاعرانه ژبه وړاندې کوي. دوى هنر له مفکورى نه ځاروي، بلکې مفکوره يا فکر د هنر يا تخييل په جامه کې وړاندې کوي. لومړۍ ډله له نظم څخه د تبليغ د وسيلې په توگه گټه اخلي .
زموږ په ځوان شعري بهير کې له صديق كاوون، ننگيال، خزان او کاروان را په دېخوا ډېر شمېر داسې شاعران پيدا شوي چې د هغوی په شعر کې نوښت څپې وهي. دا لړۍ د گوتو له شماره وتې. پر مرکز سربېره وﻻياتو کې دغه ځوان استعدادونه ډېر ليدلاى شو، لکه درواخلې:پروين فيض زاده ملال ٬ افضل ټكور٬  نظيف تكل،مصطفى سالک، عبدالله پيکار، اجمل اند، بشير احمد پرهر، ومان نيازي، نورمحمد لاهو، منقادرالرحمن رودوال، بازمحمد عابد، سميع الله تړون، جېلاني جيلان، شفيق الله شاداب، ولى محمد کنډيوال، سرحدي ځواک، عبدالاحمد محمديار، نوراجان بهير .... ( دگران لال پاچا ازمون  له يادښتونو نه  مننه )
(۳)
په لنډه توگه كه خپلې خبرې راټولې كړو، نو ويلی شو چې :
اوسنی پښتو شعر ترکومه ځايه چې ورته پام شوی دی د نورو تر څنگه د دې لاندېنيو خصوصياتو لرونکی هم دی.
ـ بغاوت او عصيانگری،
ـ اعتراض، هغه لوڅ او بې پردې اعتراض چې موږ يې د ځېنو ځوانانو او د وخت د حوادثو په بټۍ کې د پخو شويو شاعرانو په شعر کې وينو که بې ساری نه وي کم ساری خو ارو مرو دی.
ـ افشاگری،
ـ زړورتيا او شجاعت او د وخت له حکامو او برلاسو ځواکونو څخه نه وېرېدل.
ـ د پېښو او حوادثو رياليستيكي بيان.
ـ ساده ليکل.
ـ د شکل او محتوا بې ساري پراختيا. له عاشقانه شعرونو څخه تر حماسي نظمونو پورې،
او له غزل څخه بيا تر هايکو ډوله شعر پورې.
ـ د پېښو او مسايلو مستقيم بيان.
ـ ورځنيو پېښو او حالاتو ته بې ساري توجه.
ـ په شعر کې د جانبدارۍ مسالې ته ځانگړی پام.
ـ په شعر کې په ملي سمبولونو زياته اتكاء او داسې نور.