د اوکراین ولسمشر ویلي چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر راتګ به له روسیې سره د دوی جنګ رالنډ کړي.
ولادېمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته په اشارې زیاته کړې، د هغه ټیم سیاست چې د سپینې ماڼۍ واک به په لاس کې اخلي، حتماً به یې په راتګ سره جنګ پای ومومي.
د نوموړي په وینا دا هغه ژمنه ده چې ټرمپ له امریکایانو سره کړې ده، جنګ به پای ته رسېږي، خو ټاکلې نېټه یې معلومه نه ده.
زېلېنسکي همداراز ویلي چې په ټاکنو کې د بریالېتوب د مبارکۍ په پار په ټېلېفوني خبرو اترو کې یې له ټرمپ هیڅ داسې څه نه دي اورېدلي، چې د اوکراین خلاف دې وي.
#SamsoorNews