په افغنستان كښې د قبايلي نظام اهميت


  • 6 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 150

په دې خبره كښې هيڅ شك نشته چې د اعلحضرت محمد ظاهر شاه د پادشاهۍ څلويښت كلنه دوره  د سولى او امنيت په لحاظ يوه طلائي دوره وه.  افغانان د سولى او امنيت له ستر نعمت څخه برخه من وو. ددوي تر منځ د ورورۍ او عزيزولۍ اړيكې   ،  د مينې او خلوص  په    زنځيرونو ټينګې   تړلې وې .    نژادي او قومي مسائيلو  ته چا دومره توجه نه كوله.  له هر څه نه مهه دا وه  چې  د ظاهر شاه د واكدارۍ په دوره كښې قبائلي نظام قائم ؤ . خانانو او ملكانو  د  خلكو په منځ  كښې نفوذ  او محبوبيت درلود. ظاهر شاه د قومونو له مشرانو سره د دوستۍ نژدې اړيكې درلودى او دې مشرانو ته به يې د قدر په سترګه كتل. د ظاهر شاه او اولس تر منځ اړيكې   او منافع د ملي او قبايلي  مشرانو له لارې تأمين كيدې . 
له بده مرغه  له   ظاهر شاه   نه پس   په تيرو دريو لسيزو كښې  افغانستان په  سياسي ، امنيتي ، اقتصادي او  اجتماعي  ډګرونو  كښې  له   ډول ډول بحرانونو سره مامخ شو او   دا هيواد د نا آرامۍ او نا امنۍ په اور كښې وسوزيد.
ددغې  نا آرامئ او عدم استقرار   مسؤليت له ټولو نه اول  د پخواني شوري اتحاد په غاړه دى  كه روسانو له كمونستانو سره مرسته ه نه  وې كړې نو داوود خان به په اعحضرت محمد ظاهر شاه باندې تخت اړولى نه وې ، كه روسان د كمونستانو تر شاه ولاړ نه وې نو د ثور كودتا به  شوې  نه  شوې .
كله  چې په 1978 م كال  په كابل كې  كمونستي نظام قدرت ته ورسيد نو  لومړنى   كار  يې چې و كړ  ،  هغه د قبايلي نظام د ماڼۍ ړنګول وو .   د هيواد  د قومي مشرانو ، متنفذينو ، ملكانو اوخانانو په نيولو ، وهلو ټكولو  او وژلو لاس پورې كړ .   په كمونستي نظام کښې  يو شمير بې عقله  زمامدارانو داسې خيال كولو چې ددوي  اصلي دښمنان همدا  قبائلي  او ملي مشران  دي ، دوي ددغو ملي او قبائلي مشرانو په مقابل كښې له تشدد ،   زور زياتي او بې احترامۍ  څخه   كار واخيست . په سل هاو ملي او قومي مشران يې په ډيره بې رحمې ووژل  او نور ډير يې په زندانونو كښې واچول. د كابل په نهر درسن كښې زمونږ كورته مامخ د خدايبخښلي    عبدالأحد خان كرزي كور ؤ ،  د نور محمد تركي د قدرت لومړې ورځې وې ، د استخباراتو موټر راغى ، د هغه د كور مخې ته ودريد ، څو تنه د امنيت  كسان د هغه كورته ور  ننوتل او هغه يې په يوه جوړه جامو كښې چې په تن يې وې له كور نه راوويست او هغه يې  له ځان سره بوتلو ، د كرزي صاحب ټولو كاونډيانو هغه   وحشتناكه  صحنه  په خپلو سترګو وليده.
  همداشان يې  ډير شمير  سياسي او قومي مشران  لكه  موسى شفيق ، ميوندوال  ، خان  محمد خان مرستيال ، ماما زرغون شاه   او نور   له مينځه يوړل  او نابود يې كړل  . كمونستانو په هيواد كې  په خلكو  داسې ظلمونه وكړل  چې   چنګيز يې  ورنه هير كړ  .ددې ظلمونو له لاسه د هيواد په هره برخه كښې د  خلكو  زړونه  داغ داغ شول او له  مجبوريت نه يې  د كمونستانو په مقابل كښې   په جهاد لاس پورې كړ .  د جهاد كيسه اوږده ده ، په هغې اوس نه غږيږو.
كله چې  په  كابل كښې د ډاكټر نجيب تر زعامت لاندې   د كمونستانو ورستۍ  نظام   نسكور شو نو   مجاهدين قدرت ته ورسيدل.  د مجاهديو د بيلابيلو ډلو تر  منځ  د قدرت په سر  جګړې پيل شوې ، دى جكړو څو كاله دوام وكړ . بيا د طالبانو تحريك سر را پورته كړ  او  په كابل كې يې واك په لاس كښې واخيست . 
د كمونستانو  د قدرت له دوران څخه   نيولى تر نن ورځې پورې په دې دومره موده كښې  په هيواد كښې قبائلي نظام ته ډير تاوان ورسيد او دا نظام  د نابودۍ پر خوا روان شو. .   كمونستان د قبائلي نظام مخالف وو ،  يو شمير اسلامي  سخت دريځه تنظيمونه هم  له  قبائلي نظام سره شوق نه ؤ . طالبانو هم  ځانته   يو سخت دريځه نظام درلود .  په دې تيرو ديرشو كالونو كښې  چې په هيواد كښې قبائلي نظام څومره كمزورى شو،  له دې مخكښې په  بل هيڅ وخت  كې كمزورى شوى  نه  ؤ . .
كله چې په هيواد كښې  كمونستي نظام برقرار ؤ نو  افغانان  ددې نظام په مقابل كښې وسله په لاس واخيسته ، كه خان ؤ ، كه ملك ؤ  كه قومي مشر ؤ  كه ملي مشر ؤ  كه سپين ږيرى ؤ  كه ځوا ن  ؤ كه زوړ ؤ   لنډه دا چې  له مجاهدينو سره دولس  همدردي پيدا شوه  او دا د ولس زور ؤ چې  روسانو په افغانستان كښې ماته وخوړه او  خپلې قواوې يې له افغانستان څخه بهر كړې .

د  افغانانو  ترمنځ    د قومي ،  نژادي ، ژبنيو اختلافاتو په منځ راتلو كښې كمونستانو ستر رول درلود . كمونستانو قومي مليشې جوړې كړې  ، دغو مليشو  هيواد له سترو سياسي  او اجتماعي ستونزو  سره مخامخ كړ چې لا تر او سه ورسره مخامخ دى. ددغو مليشو  له راتللو سره په هيواد كښې د بيلابيلو قومونو تر منځ د ملي وحدت قوي  او دنګ څلي  ونړيدل ، د اوزبكو ، هزاره ؤ ، تاجكو او پښتنو تر مينځ  هغه د تفاهم   پاكه  او خوشبويه  فضا د عدم تفاهم  له دوړو ډكه شوه  او فضا يې بد بويه كړه.
دا خبرې هم وشوې  او واوريدل شوې چې پښتنو دوه سوه او پنځوس كاله په افغانستان حكمراني كړې ده ، نور نو ددوي  د حكمرانۍ دور سرته رسيدلى دى  دا كوششونه هم وشول چې تاجك ، ازبك او هزاره قومونه  د پښتنو په مقابل كښې  سره  متحد  شي .   دى كوششونو   په هيواد كښې د ملي وحدت د پاره ډير زيان  ورسولو  او دا هيواد يې له بيلابيلو  امنيتي ، اقتصادي ، اجتماعي او سياسي ستونزو سره مخامخ كړ. په دې كوششونو كښې كاونډي  او يو شمير نور مغرض  هيوادونه لاس لري . پښتانه  په هيواد كښې د نورو قامونو په تناسب دنفوسو اكثريت تشكيلوي  ، كه په يو هيواد كښې د خلكو د اكثريت په ضد توطئى وشي نو ښكاره ده چې  هغه هيواد له ډول ډول ستونزو سره مخامخ كيږي. 
افغانستان   يو بدن دى  او په دې هيواد كښې ټول ميشت قامونه  ددې  بدن غړي دي. كه يو غړې يې نه وي  يا زخمي وي  نو  دا بدن  بيا روغ پاتې كيداى نه شي.
كمونستانو د  ظاهر شاه د نظام په مقابل كښې پاڅون وكړ ، په دې معنى چې دوي د شاهي نظام مخالف وو. دوي د پاچا په ضد شعارونه وركول او د هغه د نظام د نسكورولو د پاره يې  فعاليتونه كول . روسان ددوي تر شا ولاړ وو. د مجاهدينو يو شمير تنظيمونه هم د پاچا مخالف وو . د ځينو تنظيمنو په وړاندې اعلحضرت محمد ظاهر شاه  نعوذ بالله كافر كڼل كيده . طالبانو هم  ظاهر شاه ته ښه نظر نه درلود .  
د ظاهر شاه د پادشاهۍ نه پس په تيرو دريو لسيزو كښې افغانستان د يو سخت سياسي بحران سره مخامخ شو ، كمونستان راغلل او ناكام شول ، د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدينو  حكومت راغى هغه هم له ناكامۍ سره مخامخ شو، بيا ورپسې د طالبانو دور راغى ، د طالبانو نظام هم  كامياب نه شو. بين المللي ټولنې  په بن كښې  غونډه جوړه كړه او په دې غونډه كښې يې د افغانستان د پاره يو حكومت جوړ كړ ، بين المللي ټولنې د ظاهر شاه له نوم او شهرت څخه په استفاده په دې كار لاس پورې كړ ، بين المللي ټولنه پوهيده چې افغانان  ظاهر شاه  ته خوشبينه دي او كه دى راشي نو په هيواد كښې به آرامي راشي . خو متأسفانه چې  په دې كار كې له صداقت څخه كار وانه خيستل شو  . له ظاهر شاه څخه   صرف د افغانانو د تير ايستلو د پاره كار واخيستل شو  ، هغه  كابل ته راوستل شو  او په ارك كې  محبوس شو.  د بن په غونډه كښې  يو داسې حكومت جوړ نه شو چې په هغه كښې  د افغانستان په قضيه كې ټولې مطرح خواوې شاملې شي . د مثال په ډول طالبان  ، حزب اسلامي او  قبائلي مشران    په  قدرت كښې شامل نه كړاى شول . د حامد كرزي تر مشرۍ لاندې په حكومت كښې زياتره قدرت د شمال د اتحاد په لاس كښې شو . كليدي وزارتونه  او په حكومت كښې  نورډير   لوړ پوستونه  د شمال اتحاد ته وسپارل شول . له دې سره په هيواد كښې نوې ستونزې  پيدا شوې.  پښتانه د طالب په نوم له صحنې نه لر كړاى شول ، وځپل شول ، وټكول شول او ووژل شول ، په تيرو اتو كالونو كې په مسلسل ډول د پښتنو په سيمو بمبارۍ وشوې .  دپښتنو  په كورونو خارجي قواوې و رننوتې  ، په كورونو كې يې بيګناه خلك وټكول ، ورټل او ووژل .
خلك بالأخره مجبور شول چې  ددې ظلم زياتي  څخه د خلاصيدو په خاطر او  همداشان د يو څو پيسو په خاطر  د دولت له مخالفينو يعنې طالبانو سره نژدې او له هغوي سره په يو صف كښې ودريږي . د پښتنو په مناطقو كښې دبد امنۍ په وجه  خلك له بيكارۍ او بې روزكارۍ سره مخامخ شول ،دوي مجبور شول چې د خپلو كورنيو  د پاره د  يوې  مړۍ ډوډۍ  دپيداكولو د پاره د طالبانو سره يو ځاى شي . كه حكومت  ددوي د امنيت د تأمين د پاره كار كړی وې ، كه حكومت ددوي د پاره  د كار او روزكار غم خوړلى وې نو دوي به هيڅكله  ټوپك ته لاس اچولى نه وې ، دوي به د سولى او امنيت په فضا كښې خپل  كار  او روزكار  كولى

د افغانستان جمهور رئيس  اوس دې نتيجې ته رسيدلى دى چې  هغه  طالبان
 ( قبائل )  چې له القاعدې سره مفكوروي  اړيكې نه لري او د  مجبوريت له مخې  له  القاعدې سره  يو ځاى شوي دي  ،  له هغوي  سره بايد خبرې وشي او دى ته وهڅول شي چې  له القاعدې   سره خپلې اړيكې وشلوي او له حكومت سره يو ځاى شي .
 امريكه او ناټو هم  دې خبرې  ته  متوجه شوى   او اوس غواړي چې د قبائلو څخه په استفاده د طالبانو تحريك ضعيف   كړي  .     له حالاتو څخه داسې څرګنديږي چې بين المللي ټولنه په افغانستان كښې د سولې او امنيت د رواستلو په لار كښې  د قبائلو اهميت ته متوجه شوي ده ، او دې نتيجې ته رسيدلي ده چې په افغانستان كښې د قبائلي نظام  په مرسته كولاى شي هغه اهداف تر لاسه كړي كوم چې يې په تيرو اتو كالونو كښې  ونه  شو كړاى  لاس ته راوړي .
كوم فشار چې   نن سبا امريكې په قبائلي سيمو كښې په خلكو راوستى دى ، هدف يې دادى چې  قبائل له القاعدې څخه بيل شي او د القاعدې د تنظيم  له حمايت څخه لاس واخلي .  
يو شمير افغانان  دا سې څرګندونې كوي  چې  په افغانستان كښې قبائلي نظام د هيواد  مشكلات او ستونزې حل كولاى نه شي .دوي داسې خيال كوي چې دا قبايل  له مدنيت څخه  وروسته پاتې خلك دي ، دوي د ښځو د آزاد ۍ مخالف دي  ، دوي د ديموكراسۍ خلاف دي  ، كه چير   ې قبائيلو ته واك وركړ شي نو دا هيواد به د داسې مليشو په لاس كښې ولويږي چې بيا به  هرڅه د حكومت  له كنترول څخه بهر شي.
كله چې په دې ورستيو ورځو كښې د شينوارو د قوم  مشرانو  له حكومت سره يوې موافقې ته ورسيدل چې  د هغې په اساس به دا قوم له حكومت سره تعاون كوي او له طالبانو سره به هر ډول اړيكې پرې كوي نو له دې سره  د قبائيلو اهميت څرګند شو . دا هغه   اهميت دى  چې د امريكې په  نوې ستراتيژۍ كښې ځاى لري .
د حكومت او د شينوارو د قوم د مشرانو تر منځ د موافقې لاس ليك لومړنی قدم دى چې په افغانستان كښې د سولى او امنيت د رواستلو د پاره واخستل شو .
بايد يادونه  وشي چې  دا لومړی ځل نه دى چې حكومت د قبائلو سره د يو ځاى كيدو  خبره كوي  او دا كار عملي ګڼي بلكې پخوا هم كله چې  په نو لسمه پيړۍ كښې  انګريزانو په سيمه باندې  د خپل كنترول  په خاطر له روسانو سره جكړه كوله نو  د محلي قبائلو څخه يې مرسته وغوښتله او بيا كله چې انګريزان له  سيمې څخه ووتل نو د افغانستان پادشاهانو به په قبائلي نظام باندې اعتماد كولو ، دا اعتماد يې په دې خاطر كولو چې  دوي  په دې پوهيدل  چې  دا قبائل كولاى شي په سيمه كښې امنيت  بر قرار وساتي .
دغه  قبائلي نظام د ظاهر شاه د پادشاهۍ  يعنې د 1973  م كال پورې قائم ؤ  له ظاهر شاه د تخت له نسكوريدو سره دا نظام له خطر سره مخامخ شو او په تيرو دريو لسيزو كښې يې سخته ضربه وخوړه.
كمونستانو  فكر كولو چې قبائل د اجتماعي ترقۍ او پر مختك په لار كښې لوى خنډ  او خطر دى.  دوي  د قبايلو په اهميت نه پوهيدل نو ځكه  يې د ناكامۍ زهر وڅښل.
څرنګه چې يادونه وشوه په كمونستانو كښې  يو شمير كړيو  په  سل هاو د قبائلو مشران  له خپلو كورونو نه وويستل ، بنديان  يې كړل او يو شمير يې   په وحشيانه ډول   له منځه يې يوړل . د  امريكې حكومت او نورو غربي هيوادونو  له سعودي عربستان او پاكستان  څخه وغوښتل  چې  په افغانستان كښې د قبايلو دروازې وټكوي او هغوي د روسانو په ضد جهاد ته وهڅوي .  سعودي عربستان   له خپل نفوذ او ثروت  نه په استفاده وكولاى شول چې     په سل هاو زره  د قبائيلو ځوانان  په افغانستان كښې د روسي قواوو پرضد د جهاد د پاره آماده كړي .  كه د جهاد په دوران كښې له افغانانو سره د سعودي عربستان معنوي  او  مادي مرسته نه وې نو دا جهاد به څرنګه  چې  بريالى  شو هغسې   به  بريالى شوى  نه وې .
  دا دى اوس امريكه  او ناټو په افغانستان كښې له ناكامۍ سره مخامخ ده نو ځكه  له سعودي عربستان څخه د مرستې  غوښتنه كوي. سعودي عربستان به په هغه شرط له افغاني طالبانو سره مرسته وكړي چې له القاعدې نه بيل شي . 
كله  چې  روسانو په افغانستان كښې ماته وخوړه او خپلې قواوې يې له افغانستان څخه بهر كړې  نو د يو څو كالونو  نه پس  د نجيب حكومت هم   له مينځه لاړ ، امريكې هم افغانستان ته شاه كړه . افغانستان د  مجاهدينو تنظيمنو او د پاكستان استخباراتو   ته پا تې شو ، د مجاهدينو ډلې  د يو بل په ضد په جكړو لاس پورې كړ ، حالات  ګډوډ شول   او د خپل منځي جكړو   لمبې په هره خوا خورې شوې .
بيا كله چې طالبان راغلل نو دوي  يو اسلامي متشدد نظام بر قرار كړل .دوي  قبايلي نظام  نه منلو او نه يې  قبايلي مشرانو ته  اهميت وركولو . د طالبانو په وخت كښې  داسې  طالبان وزيران او واليان شول چې په ولس كښې يې شهرت او نوم نه درلود .  د طالبانو په نظام او حكومت كې يو تن معروف تعليم يافته پښتون  وجود نه درلود  او نه هم د قبايلو كوم  نامتو  مشر ورسره همكار ؤ . طالبان د قبايلو  د مشرانو خلاف وو . زما په خيال    په دې كښې د يو كاونډي هيواد لاس ؤ  ، ځكه چې كاونډې هيواد له ابتدا نه د افغانستان د ملي او قبايلي هغو شخصيتونو مخالف  دي  كوم چې د ديورند  ګرښه په رسميت نه پيژني .
كله چې په كابل كښې  په 2001 م كال د طالبانو حكومت نسكور شو او د حامد كرزي په مشرۍ  حكومت منځ ته راغې  نو وليدل شول چې له هغه وخت نه طالبان په هغو قبايلي مشرانو پسې شول چې د حامد كرزي له حكومت سره يې همكاري كوله . طالبانو په تيرو اتو نهو كالونو كښې ډير شمير  هغه قبايلي ، ملي  شخصيتونه  او حتي ديني عالمان  له  منځه يوړل چې د كرزي له حكومت سره  يو ځاى شوي وو ، طالبان پوهيدل چې ددوي د اهدافو د تر سره كولو په وړاندې  لوى خنډ همدا قبايلي او ملي شخصيتونه دي . متأسفانه د كرزي حكومت  په تيرو اتو كالونو كښې  ونه شوكړاى  د هيواد د  سل هاو   ملي او قبائلي مشرانو   حمايت او محافظت وكړي.  زمونږ  په  سل هاو ملي او قبائلي مشرانو د كرزي له حكومت څخه ددفاع په خاطر خپل ژوند له لاسه وركړ .  دا لوى تاوان دى ، دا لوى زيان او نقصان دى . 
 له بلې خوا  زمونږبې شماره  بيګناه  خلك په  هوايي بمباريو كښې قتل شول  او تر اوسه قتل كيږي . زمونږ   ملي  او قبائلي شخصيتونه  هم  په جګړ و كښې  له منځه تللي  او هم د داخلي او   خارجي عناصرو د توطئو ښكار شو ي  دي.
د سعودي عربستان  نظام  يو قبايلي نظام دى ، په سعودي عربستان كښې قبايلو ته  خاص اهميت وركول كيږي ، د سعودي عربستان  پا چا د قبايلو له  مشرانو سره دوستانه ښې اړيكې ساتي ، د هغوي مشورې او نصيحتونه په نظر كښې نيسي .
په كويت كښې هم قبايل د كويت په دولتي  نظام كښې مهم رول لري .
همداشان  په عراق كښې هم  قبايل د هيواد په  امنيتي  ، اجتماعي  او سياسي مسايلو كښې    ستر رول لري . په نورو عربي هيوادو لكه بحرين ، عربي امارات ، قطر ، عمان  ، يمن  او نورو  هيوادو   كښې هم  قبايل   د حكومت  د مټو د ټينګولو په  كار كښې  مهم رول لري.
د افغانستان د دولت د پاره او همداشان بين المللي ټولنې د پاره  افغاني قبايل  ، وروستى اميد ګڼل كيږي. دوي د سولې او امنيت د راوستلو د پاره مختلفې نسخې استعمال كړې ، خو تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې د افغانستان  د  رنځ   د پاره  يو سمه  نسخه جوړه كړي.
داسې ښكاري چې  په  امريكې  او ناټو  باندې فشار راغلى دى چې  په افغانستان  كښې   جكړې ته پاى وركړي  نو اوس  دوي  غواړي چې د قبايلو له مرستې  نه په استفاده  يوه د اوړو پوزه جوړه او خپلې قواوې له افغانستان څخه بهر كړي.
د طالبانو له يو شمير مشرانو سره  خبرې روانې دي ، اوريدل كيږي چې له  حكمتيار صاحب سره هم  مذاكرې روانې دي . ددې خبرې  احتمال   شته چې    حامد كرزى  د امريكې  او انګريزان  په مشوره   له  حكمتيار سره   په هيواد كښې د سولې او امنيت د رواستلو په خاطر يوې موافقې ته ورسي.
د افغانستان جمهور رئيس  حامد كرزي  هم دې نتيجې ته رسيدلى دى چې د قبايلو سره  نژدې كيدل او د هغوي حمايت تر لاسه كول دده د حكومت  د عمارت كمزورې  ستنې  قوي كولاى شي.
 زه فكر كوم چې  قبايل د افغانستان د سياسي نظام  د قوي كولو  د پاره   لوى  اهميت لري . په هيواد كښې چې هر حكومت په اقتدار  كښې وي نو  هغه حكومت ته  ښايي چې    د   هيواد  قبايل   په جدي ډول په نظر كښې ونيسي   او قبايلي نظام ته اهميت وركړي . ځكه چې د قبايلو  د همكارۍ  پرته هيڅ حكومت نه شي كولاى  په هيواد كې يوه دوام داره سوله  راولي .