د چین ولسمشر جوبايډن ته ویلي که امریکا او چین یو بل ته د دوښمن په سترګه وګوري؛ تر منځ اړیکې به یې کمرنګه شي.
شې جېن پېنګ د اپېک غونډې په څنډه کې بایډن ته زیاته کړې چې د تایوان موضوع د دوی لپاره سره کرښه ده او باید څوک ترې تېر نشي.
نوموړي د اوکراین د جګړې په اړه ویلي چې چین د خبرو اترو له لارې د منځګړيتوب له ډېپلوماسۍ کار اخلي تر څو یاده جګړه پای ته ورسېږي.