د وطن دوه مشترک داستانونه

د وطن دوه مشترک داستانونه


  • 3 اونۍ دمخه (17/11/2024)
  • جعفر هاند
  • 66

په یو تصویر کې تاسو ګورئ چې د بېسبال لوبغاړي د کابل په حضوري چمن کې لګیا دي او لوبې کوي. دوی له همدغه خړ پړ میدان څخه تېره اونۍ متحدو عربو اماراتو کې د سیمې په کچه سیالیو کې برخه واخیسته. د بیسبال افغان لوبغاړي هوډ لري، چې توپ ډنډې او کرکټ ته ورته دا لوبه به، د افغانستان ډېرو برخو ته ورسوي او افغانستان د دې لوبې له لارې  هم په نړیوال سټېج کې هسکه غاړه ودروي. زه شک نه لرم، دا به ژر په خپلو سترګو ووینو، ان شاءالله. موږ افغانان مستعد، ژمن او زیارکښ یو. 

 

افغان کرکټ لوبغاړو هم د حضوري چمن په همدغه خړ پړ میدان کې کرکټ پیل کړی و. د بیسبال لوبغاړي خو ښه دي څوک ورته څه نه وايي، د کرکټ لوبغاړي خو یې لوبو ته هم نه پرېښودل او کرکټ یې پاکستانۍ لوبه بلله.

خو د افغان لوبغاړو کلک هوډ، عزم، ژمنتیا، له وطن سره مینې، اخلاص، زیار او مبارزې د وطن کرکټ چېرته وروسوه. دا لس ۱۵ کاله مخکې افغانستان د کرکټ په ډیویژنونو کې له کمزورو لوبډلو سره لوبې کولې، چا ویل چې افغانستان به د نړیوال کپ سیمې فاینل ته وځي، له پاکستان، جنوبي افریقا او بنګله دېش څخه به سیریزونه ګټي او د راشد خان، محمد نبي، ګربز او نورو لوبغاړو غوندې نړیوال او انګیزه بخښونکي ستوري به ولري.

 

که ورزش سره علاقه لرئ، بیسبال مو هم یو ښه انتخاب دی. افغانستان کې به د دغې لوبې یو ټورنمنټ پیل شي، ورشئ برخه پکې واخلئ، زیار وباسئ، قوي هوډ او تعهد ولرئ، یوه ورځ به غټ ستوري یاست. 

 

دې بل یو تصویر کې د بیسبال یو لوبغاړی محمد نبي ته د بیسبال لوبې په اړه معلومات ورکوي. د دې مکالمې یوه برخه راته وویل شوه، محمد نبي ورته ویلي: ستاسو د پیل کېسه زموږ د پیل کېسې ته ورته ده. مه نا امیده کېږئ، زیار وباسئ، خپل هدف ته به رسېږئ او د افغانستان نوم به روښانوئ.