د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا له نړیوال سازمان غوښتي، چې د افغانستان د داخلي روغتیایي سيستم څخه دې ملاتړ وکړي.
امیر خان متقي د (WHO) له سيمه اېزې مشرې سره د لېدنې پر مهال زیاته کړې چې څلورو لسيزو جګړو د هېواد لرې پرتې سيمې له روغتیایي خدماتو بې برخې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د ادویې سکټور څخه دې هم ملاتړ وشي تر څو افغانستان په دغه برخه کې هم پر ځان بسیا شي.
د روغتیا نړیوال سازمان سیمه اېزې مشرې حنان بلخي په دغه برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او په خبره یې له دغه سازمانونو سره له نږدې کار کوي تر څو تقویه او تجهیز شي.