شاعري د هر چا د وس خبره نه ده او د خوشحال بابا خبره چې هر فاسق او فاجر يې نشي کولى. ما چې د اوبو دا سندرې لوستې او پکې مې د شاعر ژور فکر، فلسفي ليد ا و د ښکلا خوښونې ځانګړى کيف حس کړ نو راته د خاطر افريدي خبره راپه زړه شوه چې ويل به يې:(( شعر تاسې تشې خبرې ښکاري خو که څوک پوه شي خبرې ګرانې دي))
ريښتيا هم خبرې ګرانې دي او بيا د رېحان په شان خبرې چې، د خداى د خلقت اسرار پکې په ډېره موسيقيداره او لطيفه بڼه ځايه شوي دي.
دى په يو ځاى کې د ليلا پر سپين جبين خالونه د يوې طبعې پروسې سره چې، د پسرلي راتګ دى ورته ګڼي او په دې توګه د فطرت دوه بېلابېلې ښکلاوې سره کوشېروي او وايې:
ولې دې خالونه تندي نه دې زېږولي
ځکه خو موسم پسرلي نه دې زېږولي
شاعر د ښکلا د ترسيم لپاره څومره معقول دليل راوړى دى،رېحان د ننګرهار دى او په ننګرهار کې خلک د سپرلي راتګ ته شېبې شماري خو چې ليلا يې پر تندي خالونه نه دې ايښي داسې ورته ښکاره شوي لکه فطرت چې خپل دوران ته تغير ورکړى وي او موسم سپرلي نه وي زېږولي،چې شاعر ددغې حالت په انځور کې ډېر کامياب راوتلى دى.
په ورپسې بيت کې هم يو اسماني حقيقت ته د ځمکې له
واقيعت سره په زړه پورى او شاعرانه ربط ورکړل شوى، راځئ دلته د شاعر منطقي شاعرانه ليد ته تم شو، دى وايې:
ومنه چې هوبهو به ستا په رقم و
شکر دى چې هورو بچي نه دي زېږولي
تاسې دلته د شاعر استادۍ ته وګورئ، حوري چې، ښکلې وي او په شاعرۍ او ادبياتو کې د ښکلا د سمبول په توګه زيات وخت کارول کېږي، دى يې هم ښکلا مني خو د حورو د بچو
په نشت باندې شکر اوباسي او يو ډول شاعرانه بخيلي ورسره کوي، ځکه نه غواړي چې، بل څوک دې دده د معشوقې په رقم شي. دغسي کيفيات بيانول اسانه خبره نه ده خو زموږ شاعر يې په ډېره استادانه ډول بيانولى شي.
ريحان معشوقه ځانګړې معشوقه ده، داسې معشوقه چې
د نورو شاعرانو غوندې يې د ځمکې له مخلوقاتو سره ورته نه ګڼي، دى په يوه بل ځاى کې هم د خپلې نازکې او اوبه ليلا ګوتې د فريښتو له ګوتو سره ورته ګڼي او داسې
وايې:
ما ويل که کومې فريښتې ولګولي
ګوتې مې له ګوتو سره دې ولګولې
د همدې غزل په بل بيت کې ګورو چې شاعر ته د نغمې د يوې سندرې په اورېدو سره خپله زړه مينه ورياده شوې. تاسې دلته د ښاغلي ريحان شاعرانه ځيرکتيا او د خبرې د سمې رسونې چل ته وګورئ دى څومره ښه
وا يې چې:
څه زاړه يادونه دزړې مينې راياد شو
چا زړې سندرې د نغمې وغږولې
شاعران چې د عاطفې بار يې له هر چا دروند وي او د زمانې ګرداونه يې په اسانه مخونه نشي بدلولى، خو کله چې يې انسانان څو مخه کتلې او د ددنيا په هر څه يې د پيسو راج ليدلى له خدايه يې داسې دعاوي غوښتي لکه ريحان چې واىې:
چې بدلېږم رابدلېږم د سپرلو مخونه راکړه
ما څو مخى کړه خالقه ماته څو څومخونه راکړه
چې په هر چا داسې ګران شم لکه مور پلار سکه ورونه
ما سيکه د زمانې کړه د پيسو مخونه راکړه
مونږ داسې ځاى ته بوځه چي دې غږ د انسان نه وي
مونږ ګونګيان کړه مونږ کاڼه کړه د ړندو مخونه راکړه
د اوبو داسندرې ريښتيا هم د اوبو سندرې دي. په فروویدي ارواپوهنه کې اوبه ډېر ځله د انسان د ناخودآګاه (ناشعور) د سمبول په توګه کارول کیږي. دا د احساساتو، افکارو، او هیلو ژوره کچه په نښه کوي.
اوبه د پاکۍ، انعطاف، او زغم سمبول هم ګڼل کېږي. فلسفي نظامونه لکه تاؤیزم په چین کې، اوبه د یو داسې عنصر په توګه ګوري چې خپل جریان ته په هر حالت کې دوام ورکوي، نرمې وي خو د هر مانع پر وړاندې برلاسې کېږي.د رېحان د شعر په جزېرو کې هم قدم په قدم دارنګه کيفيات په څپو دي او درىحان د شعر سورلۍ همېشه اوبه شيان دي.لکه څنګه چې په تاوېزم کې ويل کېږي چې، اوبه نرمې وي خو د هر مانع پر وړاندې برلاسې کېږي ښاغلى رېحان هم کله چې ستونزو په مخه کړى او حالات له زغم وتلې، نو خپلې معشوقې يې وړې وړې؛ نازکې نازکي او اوبه اوبه خبرې او سندرې غوښتي لکه چې وايې:
جار دې له غږه شمه ووايه يو څو سندرې
کټ کټ راوخانده اشنا لکه پښتو سندرې
زه لکه خاص له کربلا راغلى تږى داسې
او ستا وړې وړې خبرې د اوبو سندرې
دا اوبه سړى په بل ځاى کې هم همداسې کيفيات بيانوي او له خپلې معشوقې سندرې او اوبه خبرې غواړي او واىې:
لکه سندره د مرغۍ لکه اوبه غږېږه
ته راته وغږېږه وغږېږه وغږېږه
لنډه دا چې دشاعرۍد غه خوږه ځولۍ يعني د اوبو سندرې
په تمامه مانا شاعري ده، تشه لفاظي نه ده او نه هم
يواځي وچې کلکي خبرې دي بلکې د موسيقۍ خوږو ترکيبونو او مفاهمو يوه خوږه ګلدسته ده چې، د هر عمر او هر فکر کسان يې بوى کولى شي, څوک پکې پخپل لاس
د ګټل شوې مړۍ خوند څکي, ځينې پکې په پردېسئ کې
د خپلې مور خيالي غېږي ته ځي، په بعضو پکې د نعمې
زړې سندرې حس کوي او ځينو ته پکې د خپلې معشوقې سپينې سپينې ګوتې انځورېږي.
نو دا اوبه سړى ښاغلى رىحان د هر چا او هر زړه شاعر دى. زه ورته د دغې کامياب اثر مبارکي وايم او ورته وايمه چې:
اوبه اوبه شاعره اوبه خبرې کوې
سړى درغاړې وځي د زړه خبرې کوې
په
درنښت: ملت دانش
دوست راډيو دفتر