د روسیې پوځ ویلي چې اوکرایني لورې له روسیې سره پر پوله لرې واټن وېشتونکې وسلې استعمال کړې دي.
د یاد هېواد پوځ زیاته کړې چې شپږ بالستیک توغندي د بریانسک پر سیمې توغول شوي او د مالوماتو له مخې دغه توغندي د امریکا د اتکمز توغندي وو.
دا اوکراین ته د امریکا لخوا د لرې واټن وېشتونکو وسلو د استفادې له اجازې وروسته لومړی ځل دی، چې اوکراین دغه وسلې پر روسي لوري کاروي.
مسکو تردې وړاندې یادونه کړې وه، چې که اوکراین پر دوی د امریکا د لرې واټن وېشتونکو وسلو برید وکړي؛ سخت ځواب به ورکړي.