د یو امریکايي چارواکي په خبره چې امریکا اوکراین ته پرسونل ضد ماینونه ورکړي دي.
یاد امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط زیاته کړې، چې دا ماینونه اوکراین ته د روسیې د یرغل پر وړاندې د دفاع په پار ورکړل شوي دي.
دغه چارواکي همداراز زیاته کړې چې د پرسونل ضد ماینونو نوی نسل پخپله د غیرې فعالېدو وړتیا هم لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د پرسونل ضد ماینونو کارول ملکي کسانو ته د زیاتو تلفاتو اړولو له امله په نړیوالو بشردوستانه حقونو کې منعه شوي دي.
خو امریکا تر اوسه یاد کنوانسیون تر اوسه نه دی لاسلیک کړی.