د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان د ازبکستان د سفیر باورلېک منلی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا باورلېک نن په کابل کې د ایبک عثمانوف لخوا د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته ورکول شوی دی.
دا باورلېک داسې مهال سرپرست حکومت مني، چې د تېرې اکټوبر میاشتې پر ۱۰مه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف هم د سرپرست حکومت د سفیر عبدالغفار بحر باورلېک منلی ؤ.
که څه هم سرپرست حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په ځينو هېوادونو کې یې ډيپلوماټان شتون لري او د هغو هېوداونو ډيپلوماټان هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه کوي.