د سوریې د پالمیرا پر سیمې د اسرائیل د بریدونو له کبله ۸۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوریې دفاع وزارت خبر ورکړی چې پر پالمیرا سیمه د اسرائیلو په برید کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور زخمیان شوي دي.
بلخوا د سوریې د بشري حقونو سازمان د مړو شویو کسانو شمېر ۴۱ تنه ښودلی دی.
ددغه سازمان د راپور له مخې دا بریدونه پر عامه ځایونو شوي دي.