نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې هندي ميلیاردر او د اډاني ګروپ مشر په امریکا کې د فساد په یوه قضیه کې په لاس لرلو تورن شوی دی.
راپورونه وايي چې ګاتم اډاني د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ یو شمېر هندي چارواکو ته د برق د یوې لویې پروژې د عملي کولو لپاره ۲۵۰ ميلیونه ډالره رشوت ورکړی وو.
ګاتم اډاني له هندي میلیاردر موکېش امباني څخه وروسته د ۸۵ میلیارده ډالرو په لرلو سره د اسیا دوهم تر ټولو شتمن شخص دی.