د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی جاوید مومند له بند خلاص او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.
هغه موده وړاندې د سرپرست حکومت د امنیتي ارګانونو لخوا نېول شوی ؤ.
د نوموړي د نېولو او اوس یې له بند د ازادولو په اړه د سرپرست حکومت چارواکو څه نه دي ویلي.