د ډونالډ ټرمپ ورېرې پر هغه تور لګولی چې نوموړی د ولادېمیر پوتین د لاس آله ده.
مري لي ټرمپ ویلي چې تره یې (ډونالډ ټرمپ) د روسیې د ولسمشر ولادېمیر پوتین د لاس آله ده.
نوموړې د ټرمپ تر څنګ د هغه په سرسخت ملاتړي اېلن ماسک هم نېوکه کړې او په خبره یې؛ ماسک هم له ۲۰۲۲ کال راهیسي له پوتین سره په اړیکه کې دی.
هغې زیاته کړې چې د ټرمپ او ایلن ماسک کړنې به د روسیې پر وړاندې اوکراین ته سخت زیان واړوي.