په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت سفیر د پاکستان ملي عوامي ګوند له مشر سره پر دوه اړخیزو مسائلو خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د سرپرست حکومت د سفارت پر ایکس پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لېدنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ په تجارتي ستونزو، پر فرضي کرښې د خلکو تګ راتګ او د لارو پر خلاصون بحث کړی دی.
په دغه خبر پاڼه کې د ایمل خان او احمد شکیب د خبرو جزئیات نه دي خپاره شوي.