دزړه تلوسه اومینه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نظیفه نیازۍ
  • 1217

زموږ کور دکابل په ښارکی ؤ،دماما کورنی می چی دپاکستان په ګوګا ښارګوټی کی وه له پاکستانه زموږ کورته په میلمستیا راغله او غوښتل یې چې له موږ سره یو ځای کوډګۍ سیمې ته چې دماهیپر په غرینه سیمه کی پرته ده ولاړسی،ددوي په ډلګۍ کې زما ترور هم وه،دماما ښځی مې په مور ټینګارکاوه چې یو ځای ورسره ولاړه سی ،ځکه چې خپله لوریې ورکړې وه ،خو مورمې د پښو درد له امله داغوښتنه رد کړه ،خاله مې ورته وویل،هو خورې کاشکی ورسره تللې وای ،خپل اصلي چم کلۍ ،کلۍ به دی یادیږی،پام به دی په بله سی ،مورمې وویل ،زما خو ډیر زړه کیږې،چې ولاړه سم ،اوخپل دکوچنی والي دوخت ښکلي دچنار ونې غرونه رغونه وګورم ،له دی سره یې سترګې داوښکو ډکې سوې .
دماما ښځې مې سمدلاسه وویل ،خدای مهربانه دی پښې به دی ښې سی ،بیا به ولاړه سی ،له دی سره یې مخ ماته راواړاوه ویې ویل ،راځه زموږسره ولاړه سه ،خوماورته وویل ،زه په خپل واک کي نه یم ،که می موراو پلار اجازه راکړه نودرسره ولاړه به سم ،له دی سره می دماما زوي په غوصه سو وویل ،چې موږ دهلک کورنې ته وویلي وه چې لس تنه به درسو ،اوس چې تاسې نه ځی هغو ته څه ووایو؟
پلارمی چې داواوریده ویې ویل،هو: لورې ته ولاړه سه ګني دماما کورنې دی خپه کیږی،ماپه خوښې سره خپلې مورته وویل ،موری زه به هم ولاړه سم ،ماخپلې جامی چمتو کړی ،شپه پخه وه،زه په خپل ځای کې پرته وم،ځان سره می کوډګې سیمې ته دتګ خیالونه اوبدل.ورو،ورو دخوب څپو دځانه سره بوتلم ،سبا سهاروخته له خوبه پاڅیدو ،او دماهیپرسمې په لورموحرکت
وکړ،زه دمورني ټاټوبي دشنو اوغرنیزو سیمو دلیدو په تلوسه کې وم چې کله نا کله به یې راته کیسې کولې،
په خیالونو کی ډوبه ومه ،چې ناڅاپه می سترګې په یوې درې ولګیدې ،ډیره ښکلې او له تصوره لیرې وه،
سړک ته څیرمه یوه ویاله بهیده چې په منځ کې یې رنګ،رنګ ډبرې اوشګې پرتې وی ،چې هرانسان یې له
لیدو سره داګمان کولي چې کبان به وي،ماچې داسی ځایونه نه ولیدلي،ډیرراته عجب ښکاری،هرې خواته می
دمست مارغه په شان کتل ،او سترګې مې روښانیدې ،دپسرلي موسم عجیبه ښکلاوې،غرنیزی سیمې ته
 وربخښلې وې،هره خواګلان شنې ونې او روانې اوبه وې،دپسرلي وږمې هره خوا خپرې وې ،نرم باد چلیده
اودګلانو او بوټو بویونه یې له ځانه سره وړل ،اوانسان تهیې دنوي ژوند اونوي پیل هیاې وربخښلې ،ناڅاپه
مې سترګې پردوو ډبرو ولګیدې ،چې ددوو خواپه خواانسانانوبڼه یې درلودله ،له ترور څخه مې دهغو پښتنه
وکړه ،هغې دزړه له تله آه وایستوو،اوویې ویل ،داډبرې ددوو خواپه خواانسانانو بڼه لري،ناوې اوزوم وه چې ددوې په خوښه خدای(ج) ډبرې کړل ،ما بیا ما بیا وپوښتل چې نودوې ولي داسی غوښتل چې ډبرې سې؟
لورې په پخوانې زمانه کی په یوه کلي کی واده ؤ،ناوې اوزوم څنګ پرڅنګ ناست وه ،ټول خلګ په خپلو
خوښیوکی ډوب ول،ناڅاپه چیغې اوشور شو چې غله راغله اوغواړي ناوې وتښتوي ،ناوې اوزوم له کلي
څخه په تیښته شول ،کله چې دې سیمې او درې ته راورسیدل ،کتل یې چې اوس هم غل ددوي له څاره لاس
نه اخلي ،اوهمداسي ورپسی منډې وهې ،ناوې اوزوم یو بل ته وکتل اوله خدای (ج) څخه یې وغوښتل چې
ای خدایه ددې ظالمانو له لاسه مو وژغوري،همداوو چې بیا دوی په ډبرو بدل شول،اودظالمانو غلو له شره
خلاص شول ،څوشیبی موږ دیادو شویو ډبرو ښکلاته ځیرشوو ،له هغه نه وروسته ما له ترور څخه بیا
پوښتنه وکړه ،چې اوس ولي دخدای (ج)په دربار کې سمدلاسه دوعا نه قبلیږې؟
ترور مې وخندل او بیا یې وویل ،لورې دپخوازمانی خلک دپاک زړه اوپوره ایمان خاوندان وه،
همداسی ورو،ورو روان وو ،ما هرې خواته په ډیره حیرانې سره کتل اوله ښکلېو طبیعی منظروسره کتل څخه مې خوند اخیست ،زما دماما زوي اوښځه یې په یوه قبر اوچې څو هوارې ډبرې ورباندي سرپه سرایښوودل شوې وې ،اوله نورو قبرونو سره یې توپیر درلوده ،څووړې ډبرې کیښودې،اودمړي روح ته یې دخدای له درباره دمغفرت غوښتنه وکړه ،ما له ترور پوښتل هغه چې ولي یې په نوموړي قبر شګې واچولې ؟ترور مې وویل، ددغې پیښې نقل هم ډیر پخواشوي دې،مابیا وپوښتل هغه څنګه وو؟ ترور مې وویل ،داپه ونه لوړ او ښکلۍ ځوان ؤ.ایران څخه به یې دسوداګرۍ لپاره رختونه او ټوکران راوړل،داخوارهم دظالمانوغلو لخوا ووژل شو،
.....نوویې واژه ؟
.....لورې په پخوانۍ زمانه کې رختونه نه وه که وه به هم نوبیه به یې لوړه وه،داځوان یې د پیسو دترلاسه کولو لپاره وواژه ،زه ډیره خفه شوم.اودهغه روح ته مې دوعا وکړه . ورو،ورو هغه کلي ته ورسېدو چې زموږ موخه وه ،خیښانواوخپلوانوزموږډیر تود هرکلي وکړ ،تودروغبړ اوله هغه نه وروسته یې بیلابیل خوندور خواړه برابرکړي وه،دماسپښین له لمانځه نه وروسته ،دکلي ډیرې پیغلې راغلې اوله ماڅخه یې دښاري ژوند په اړه پوښتنې
کولې،ماهم ورته وویل چې په ښارکې انجونې اوهلکان زده کړې کوی ،خلګ دپرمختګ په حال کی دې ،روغتیایې مرکزونوته لاس رسۍ لرې،دلیرې پرتو سیمو په پرتله اسانتیاوې شتون لرې،خوداقتصاد له نظره له ډیرو ستونزو سره مخ دي، سپین سروښځود دوعا لاسونه پورته کړل،په دی کلې اود خیښانو په کورکې مو دوه شپې تیرې کړې،له وروسته بل کلي چې دسنځلې په نوم یادیده اوزموږنور خپلوان په کې اوسیدل ولاړو،داکلۍ په بله لوړه سیمه کې پروت وو،ما چې واوږدولارومزل نه وکړی ډیره ستړې شوې وم،اودډیرې ستړیا له امله می ټول ځان اوپښې لړزیدل،مړه،مړه تبه را باندی راتله  دناروغۍ احساس مې کاوه ،په سنځله کی می داکا کور وو،اوهلته هم زموږتودهرکلۍ وشو له روغبړ وروسته به هریوه پوښتنه کوله چې ناروغه خوبه نه یې ؟ما به په زړه کې ویل که ناروغه هم اوسم ،دلته خوداسی ډاکټر نشته چې داروترې واخلم ،ډیرژر دهغې سیمې د خلګو په فکر کې سوم ،له ځانه سره مې ویل که دوې ناروغان شې نودچاڅخه به دارو درمل اخلې ؟ّڅه ډول به دځان درملنه کوې؟ډیره خوابدې اومایوسه شوم،ناروغي می شیبه په شیبه ډیریده،حیرانه وم چې څه وکړم،ناڅاپه می دخپل استاد خبره په زړه شوه چې ویل یې ،کله چې تاسې ناروغه شې یعنی چې ناروغې مو دتبې له امله وی ،نو یوه تکه به اخلې اودلندیدو وروسته به یې په خپل سراچوې ،ماشاوخواوکتل داکا نګورمی ولیده چې دورې سراو پښې پاکوې ،نوسمدلاسه مې دویوه ټوټه ټوکر غوښتنه ورڅخه وکړه ،چې خپل سر پری وتړم،ورغلم اوتر څنګ یې کښیناستم ،اوورته مې وویل ،چې راضیه جانې کولای سی چې یوه ټوټه ټوکر راکړی؟

هغې راته وکتل اوپه خنداسره یې وویل ،...هو ،دوري سرمې ایشولي هم ده خوبیاهم نه پاکیږي،بیامې تریدټوټې غوښتنه وکړه،هغی وویل ،بن مې چندان ښځه نه ده،غوښتل یې نورڅه هم ووایی مایې خبره ورپرې کړه اوپه کلکه مې تری دټوټې غوښتنهوکړه،هغې راته حیران ،حیران وکتل اوویې ویل ،هو هو سمه ده،خدای دی تاته انصاف درکړی ،دغسی ووایه کنه ،له دی سره مې اکا راغي اوویی ویل.
زما نګور بیچاره دغوږونه کڼه ده ،هیله ده چې ورسره په تکلیف سوې به نه یی ،زه ددغو منظرو په لیدو ډیره خوشحاله شوم ،خو دافغانستان دکلیوالو خلګو هغه ستونزې می چې ولیدې ،ډیره مایوسه شوم،له ځانه سره می وویل ،داخور خلګ له ښوونې او روزنې نه بی برخې دی،نه پاخه سړکونو نه هم روغتایې مرکزونو اوروغتیایې لارښوونو ته لاسرسې لري ،دښار په غریبانه ژوند می شکر وایست ،او له ځانه سره می وویل ،سره له دی چې زموږ ښارهم له اقتصاد له پلوه او هم دژوند دنورو اسانتیاووله اړخه خواردي خو کم له کمه لږې ډیری زده کړې خومو پکې کړی دی،ناامیدیو زما هغه مینه او تلوسه چې دمور دټاټوبې دلیدو لپاره زما په زړه کې وه ،رامړه کړه ،
دښکلو طبیعی منظرو دلیدلو له امله مې ډیرخوند واخیست .خو کلیوال خوار ژوند می زړه را وداغه ،په داسی حال کې چې ددغو کلیوالو دستونزو دحل په فکر کې وم ،په موټر کې پورته  شوم،د سهارپه اووه بجو د کابل په لور روان شوو،له ځانه سره مې وویل ،دادپنځوزرو کالو تاریخ لرونکي هیواد دی .