بیسبال او د ۷۰۰ میلیون ډالرو تړون!

بیسبال او د ۷۰۰ میلیون ډالرو تړون!


  • 1 مياشت دمخه (23/11/2024)
  • جعفر هاند
  • 107

دغه ۲۹ کلن جاپاني ځوان شوهي اوهتاني په امریکا کې د بیسبال په تاریخ کې یو لوی مالي ریکارډ جوړ کړ. ده د لاس انجلس ډاجرز کلب سره د ۷۰۰ میلیون ډالرو قرارداد کړی. 

باور مو کېږي؟ ۷۰۰ میلیون ډالر! دا د لسو کالو قرارداد دی: مطلب هر کال ۷۰ میلیون ډالر! دا د امریکا د بیسبال په میجر لیګ کې تر دې دمه تر ټولو لوی قرارداد بلل کېږي. 

 

تړون داسې شوی چې تر ۲۰۳۴ کال پورې به هر کال اوهتاني ته دوه-دوه میلیون ډالر ورکول کېږي او پاتې به یې د ۲۰۳۴ او ۲۰۴۳ کلونو ترمنځ ورکول کېږي او سود به هم نه ترې اخیستل کېږي.

 

موږ د کرکټ مینه وال د هند آی پي ال قراردادونو ته حساب نه شو کولای(!). د اوهتاني د دوو کالونو حق الزحمه د آی پي ال د لیګ د ټولو لوبډلو له سږنۍ بودیجې سره برابره ده!

 

بیسبال هماغه کرکټ او زموږ توپ ډنډې ته ورته لوبه ده او امریکا کې خورا مشهوره او د میلیاردونو ډالرو تجارت دی. 

 

دا څو ورځې مخکې موږ هم اعلان وکړ چې افغانستان د بیسبال لوبډلې ته  لوبغاړي غواړي. افغانستان هم د بیسبال لوبډله لري.