سبا د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کمپاین پیلېږي

سبا د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کمپاین پیلېږي


  • 1 مياشت دمخه (24/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 44

د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي، سبا به د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ په وړاندې ماشومانو ته د دوه څاڅکي واکسین ورکولو کمپاین پیل شي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دغه کمپاین به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان او کندز ولایتونو کي سبا پیل او د روانې نومبر تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي؛ خو په هرات ولایت کې به د روانې نومبر میاشتې پر ۳۰مه پیل او د راتلونکې ډسمبر میاشتې تر دویمې نېټې پورې به دوام وکړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه کمپاین پر مهال به په یاد شمېر ولایتونو کې ۵،۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ په وړاندې د واکسین دوه څاڅکي ورکول شي.