د بهرنیو چارو سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي یوشیایو یونګ سره کتلي دي.
دواړو لوریو په دغه لېدنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.
سرپرست وزیر له چین سره په سوداګریزه برخه کې د پرمختګونو ستاینه کړې او د دواړو لوریو تر منځ یې اړیکې مثبتې بللې دي.
بلخوا د چین ځانګړي استازي ویلي، چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی کوي او په خبره یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې به د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړي.