د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، اوس مهال له عمران خان سره د خبرو هیڅ تصمیم نه لري؛ خو د ده د ګوند ټول هغه غړي به سخت مجازات او زنداني کړي چې امنیت ګډوډوي.
هغه ویلي، که د عمران خان پلویان تر دې څو چنده نور هم راشي او څو اوونۍ هم لاریونونه وکړي؛ دوی ورسره کومه ستونزه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې اسلام اباد کې د عمران خان ګوند پلویانو سخت لاریونونه پیل کړي.