د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۴ تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په یادو کسانو کې پنځه تنه له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان هم شامل دي او تېره ورځ د تورخم پر لار هېواد ته راستانه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کسان په یاد هېواد کې د اوسېدو اسنادو نه لرلو له امله ۱۵ ورځې بندیان وو.
دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې د روانې نومبر میاشتې پر ۱۵مه هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ د ۱۱ تنو افغانانو د آزادېدو خبر ورکړی ؤ.