د امرسون کالج په تازه نظر پوښتنه کې له ډونالډ ټرمپ سره د امریکایانو مینه ۵۴ سلنه زیاته شوې ده.
یاده نظر پوښتنه په ټاکنو کې د ټرمپ له بریالي کېدو وروسته ترسره شوې او ښيي چې امریکایان د تېر په پرتله د ټرمپ شخصیت زیات خوښوي.
ورته مهال بیا د امریکا له پخواني ولسمشر جوبایډن سره د امریکایانو مینه په تېرو څلورو کلونو کې په بېساري ډول کمه شوې ده.