د افغانستان لپاره قطر او برېټانیا ځانګړو استازو له یو بل سره کتلي

د افغانستان لپاره قطر او برېټانیا ځانګړو استازو له یو بل سره کتلي


  • 2 اونۍ دمخه (29/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 24

افغانستان لپاره د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله آل حنزاب د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي، انډریو مک کوبري سره کتلي چې په افغانستان کې پر وروستي سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې شوې دي.

 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې خبر ورکړی، خو د ناستې په اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

 

د یادونې ده چې اوس مهال د ګن شمېر هېوادونو چار سمبالي د افغانستان لپاره خپلې چارې له قطر څخه سمبالوي.