سرپرست حکومت د پاکستان په ورستي کړکېچ کې د افغان کډوالو ښکېلتیا رد کړه

سرپرست حکومت د پاکستان په ورستي کړکېچ کې د افغان کډوالو ښکېلتیا رد کړه


  • 1 مياشت دمخه (01/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 92

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو په لاریونونو کې د ګډون په پلمه پر افغان کډوالو د محدودیتونو زیاتولو په اړه د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې افغان کډوال هېڅکله د پاکستان په سیاسي لوبو کې ښکېل نه‌وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ادعا کړې، چې په اسلام اباد او د پاکستان په ځینو نورو ښارونو کې په وروستیو لاریونونو کې یو شمېر افغانانو هم برخه اخیستې وه. 

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ښايي په همدې پلمه یو وار بیا افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا وځورول شي، چې دا د پاکستان په ګټه نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاتولی شي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر کال له نومبر مياشتې راهيسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ځورولو او په زوره د اېستلو لړۍ پيل شوې او تر دې مهاله د پاکستاني پوليسو له لوري زرګونه افغان کډوال بنديان شوي دي.