څوک فارمي چرګوړي هم داسې نه نيسي، لکه آی ايس آی چې تاسو يو يو نيسي او پر امريکا مو پلوري
ملاصاحب!
له جهاده دې قربان شم، خو کاشکې چې ياران (استخباراتي اداره) دې درست خلک وای. ته خو له بارانه تښتېدې، خو د ناوې لاندې دې شپه شوه.
ملاصاحب!
هېڅوک له هېچا سره د خدای لپاره مرسته، دوستي او يارانه نه کوي او چې کوي يې، نو خپلې موخې او ستراتېژۍ لري. کله چې د هغو موخو او ستراتېژيو ټکر راشي، نو بيا اسلام او مذهب شا ته اچوي او خپلو موخو ته ترجيح ورکوي. افسوس چې موږ ټول خپل زور پر عباداتو راوړی، له حقوقي او سياسي مسايلو سره ډېر سطحي برخورد کوو، نوځکه مو دا حال دی چې کله ورباندې زور راشي، نو بيا مو امريکا او پېنتاګون ته حواله کوي. له پټو سوړو مو ورته راوباسي او په لاس مو ورکوي.
ملاصاحب!
پنتاګون زما او ستا اسلامي ورور ته نظامي او مالي مرستې برابروي. زما او ستا پر سر څوک کله خپله يارانه خرابوي او کله هم دا بېخرته مالي سپورټ له لاسه نه ورکوي. د روسانو سره په جنګ کې يې د ډال او سپر په شان راڅخه کار واخېست، خو چې کله روسان ولاړل، نو بيا يې پرځای پرېښوولو. جهادي پير شروع شو او ورپسې هغه دی چې تاسو صحنې ته راغلئ. جهاد يوه پاکه پديده ده چې هېڅکله انکار ترې نه شي کېدای، خو په دې شرط چې دا پديده د خپل او د نورو د حقوقو د پايمالولو وسيله ونه ګرځي.
تاريخ کله ناکله تکرارېږي. يو وخت وزير اکبرخان سره هم د مېکناټن په وخت کې داسې دوکه وشوه، خو دا چې هغه يو مدبر شخصيت وو. مخکې له مخکې د وخت د زبرځواک په ناپاک نيت پوهېده، نو خپل امنيتي تدابير يې نيولي ول، نوځکه پرې نوموړی جنرال ونه توانېده چې ښکار يې کړي، بلکې هغه يې د خپلې تفنګچې هدف وګرځاوه چې له نېکه مرغه پروفيسور لالا بيرته د هغو بړېڅو ته ورکړه.
همدا اوس اوس چې په رسنيو کې د ملابرادر نيونه ګرمه ده او هغه لا لږ په تاسو کې د دې خبرو روادار او لېواله ليدل کېده، نو هغه، هغه دی چې ستاسو د خپلو دوستانو او معتمدينو له خوا په کراچۍ کې ونيول شو او ستاسو د سفير په شان يې لاس تړلی ورکړ. دا پخپله د دې خبرې څرګندويي کوي چې څارګره اداره څومره نفوذ پر تاسو لري. کله چې پرې زور راشي، نو بيا مو لکه فارمي چرګوړي راونيسي او په لاس مو ورکړي. څارګره اداره په داسې نيونو سره دا زباتولای شي چې طالبان زموږ په اختيار کې دي. که موږ هرڅه وغواړو کولای شو او دوی څه نه شي کولای. په دې ډول دوی په اسانه کولای شي چې د نړيوالو او غرب ملاتړ ترلاسه کړي او يوځل بيا د مسالې سياسي واک خپل کړي. دا ارمان يې بادارانو له ځان سره ګور وړی، خو د دوی شرارت لا دوام لري.
ملاصاحب!
امريکا او برتانيا دومره وړانده نه دي چې ګوندې په هېڅ نه پوهېږي، خو هغوی خپل خپل بړېڅي نه خفه کوي. خو چې کله يې خوښه شي او ترې غوښتنه وکړي، نو بيا مجال دی چې ترې انکار وکړي. دا به وروسته وخت ثابته کړي، خو داسې برېښي چې د اعتماد ښکار شوي ياست.
هېڅ يو افغان ومسلمان د هېچا بېځايه مداخله (لاسوهنه) او تصرف نه شي زغملای، ولو که د هر چا له خوا نه وي. په دې کې شک نشته او امکان دې ولري چې د څارګرې ادارې ځينې بېځايه لاسوهنه او تصرف به هم پر ملابرادر باندې هم بد اغېز کړی وي. په دې کې شک نشته چې هرڅوک چې قر باني ورکوي، نو د خپل واک واختيار لپاره يې ورکوي، نو چې واک واختيار ترې سلب شي، نو هغه به ختمي په ځېنو مواقعو کې به خپل عکس العمل ښکاره کوي چې دغه عکس العمل بيا څوک نه شي زغملای، نوځکه خو يې بيا له صحنې څخه د لېرې کولو هڅې کوي. امکان دې ولري چې ملابرادر دې هم د همداسې يو ډول واکنشونو ښکار شوی وي.
پر وزير اکبرخان باندې لالا ګان ونه توانېدل، خو پر تاسو باندې يې بړيڅي په اسانۍ وتوانېدل چې په څومره ساده ګۍ او اسانه توګه مو خبرو ته راوبلي او بيا مو پرې وپلوري. دا امکان لري چې ملا برادر به د افغان حکومت او بهرنيانو سره سيده خبرو طرفدار وو. مګر دا چې د څارګرې ادارې د ګټو او پر تاسو باندې د همدې پرديو خيراتي پيسو پانګونې سره په ټکر کې وې، نو البته د دې احتمال شته چې څنګه نوموړی له صحنې لېرې کړي، نو البته چې په کومه پلمه به يې خبرو ته بللی وي، نو اوس يې هغه دی چې په لاس کې ورکړ.
ملاصاحب ته بايد پوه شې چې له موږ سره هېڅوک په ريښتينې نه دي ولاړ. زموږ او د دوی ترمينځ همدا اوس ډېر واټن شته. موږ که هرڅومره دوی ته نژدې شو، بيا هم ترې لېرې يو او بيا هم هغومره اعتماد چې پر څارګرې ادارې کېدای شي هغه پر افغان ولس نه کوي. دوی ته ختمي يو څه امتياز ورکوي. اګر چې کله ناکله ستاسو پر سر د څارګرې ادارې منافقې پالېسۍ د دوی او د بادارانو ترمينځ سره اړيکي ترينګلې کړې. د خوست پېښه چې پکې د CIA اووه تنه مامورين ووژل شو بيخي خړې پړې کړې، نو بيرته يې د رغاون لپاره هغه دی چې ستاسو نومتی جګپوړی طالب قوماندان په لاس کې ورکړ. دا چې د اوباما خاص استازي هم ورته پخپله مرکه کې اشاره کړې چې پاکستان هم په سيمه کې نفوذ او مشروع امنيتي ګټې لري چې دا ټول له خوږې ګوتې نيول دي.
هسې که سړی د بېلګې په توګه دې يوې خبرې ته ځير شي چې کله د شهيد داؤد خان په وخت کې د کابل او کونړ پر سيندونو د برېښنا لپاره سروې وشوه او نړيواله ټولنه په هغه وخت کې ډېره لېواله وه چې له افغانستان سره په دې اړه مرسته وکړي، نو پاکستان په هغه وخت کې چې د همدې پيپليانو حکومت وو، نو يې زموږ پر درېواړو جهادي څټو ګوتې ووهلې. څوک يې کونړ او څوک يې پنجشېر ته واستول چې د داؤد خان له خوا يې پلانونه شنډ او بيرته پېښور ته وتښتېدل. دا مساله همداسې پرته وه چې د روسانو په راتګ سره يې خدای تعالی غوا لنګه کړه ان تر دې چې د اتوم خاوند هم شو، خو زه او ته لا تراوسه د بدې ورځې خاوندان يو او خپل ځان ته يې محتاج ساتلی يو.
اوس هغه مساله ښاغلي افتاب احمدخان شېرپاو راپورته کړه او زموږ د برېښنا بندونو مساله يې د هندوستان او د دوی ترمينځ د خپلو پرتو سيندونو سره ورته پرتله کړه. همداسې د ايران مساله درواخله. دا چې البته اوس به هندوستان د کوم برېښنا بند خبره کړې وي، خو پاکستان خپله خبره د شېرپاو پر خوله راوويسته. همداسې يې نورې معاملې درواخله، لکه واخلې د مشرف په وخت د اغزن تار خبره شوه. همداسې مولانا ف يوه وخت دا خبره کړې وه چې کرزی له موږ سره د ډېورڼد لاين مساله حل کړي، نو موږ به يې تضمين وکړو. دې د مفتي زوی ته ګوره چې پلار يې بوټو په سرحد بند کړی وو او نه يې پرېښوولو او خپله يې د لور پښې د تبرک لپاره موچې کولې. زه فکر نه کوم چې د خپل پلار لاسونه به يې تبرکاً او احتراماً ښکل کړې وي، خو د بينظيرې يې د آی ايس آی لپاره ښکلول. دوی ډېرې دعوې او خبرې لري او ملاصاحب دا ټولې به اوس ستا په يرغمل نيولو باندې حلوي ځکه چې پر تاسو او نورو جهاديانو يې پانګوالي کړې ده.
ملاصاحب!
اسلام او بشري تمدن هېڅکله دا نه وايی چې له تا نه دې څوک د قربانۍ ګډوری جوړ کړي. دا ډول نيونې پرته د واشنګټن او پنتاګون له فشاره نه کېږي. دا په حقيقت کې ستا لپاره يو سور او شين څراغ هم ګڼل کېدای شي چې وړاندوينه له وخته مخکې خبره ده. ګرانه دا به د جهاد له محتوی سره سمون ونه خوري چې ته دې خپل ملي – سياسي حقه حقوق نورو ته پرېږدې. موږ ځکه اوس په دې کې څه نه شو ويلای چې ستاسو او د دوی ترمينځ ټولې معاملې او خبرې سره پټې روانې دي. مانا دا چې له موږ سره د خپلې خبرې واک نشته، نو چې نشته زموږه خپلواکي په همدغه ځای کې تر پوښتنې لاندې ده.
خو يو ډېر ساده فرق يې چې زه کولای شم هغه دا دی چې کومه وسله او تفنګچه چې د وزير محمد اکبرخان او د هغه د ملګرو سرهوه هغه يې خپله پلرنۍ وسله وه او کومه چې ستا پر غاړه او اوږه ده هغه په حقيقت کې د همدوی (آی ايس آی او امريکا) وسله ده چې تا ته يې په غاړه کې دراچولې ده او درته وايی چې شاباس کافر راغلي دي. ستاسو مالي او لوژيستيکي تمويل سرچينه هم له همدغو منابعو نه سرچينه اخلي. تاسو خو خپله د خدای فضل دی چې عالمان ياست. نامبهمې او نامعلومې مالي، نظامي او لوژيستيکي سرچينې د جهاد مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستی. که له يوې خوا بهرنيان په هېواد کې مېشت دي او تاسو ورسره جهاد مشروع بولئ، خو له بل لورې ستاسو مالي او نظامي تمويل هم شفاف نه دی چې دې کار خپله يوه پيچيده ګي منځته راوړې ده. او بله دا چې هغه څوک چې تاسو تمويلوي، هغوی د همدوی سره په ښکاره او پټه ولاړ دي. استخبارات او هرڅه يې سره ستا لپاره سره شريک دي. عجيبه خبره ده چې يو لوري ته جهاد روا بولې او بل لوري ته نه.
هغه وسله چې تا ته سپلايي کېږي هغه په حقيقت کې د همدوی ده چې تا ته په غاړه کې اچول شوې ده. ته يوځل نر شه په دياړۍ او مزدورۍ يې وګټه او بيا پرې ډز وکړه. دا چې تياره پر تياره درته راځي لاس دې پرې خوږ نه، نو چې بيا دې کړه وړه د دوی د غوښتنو سره سمون نه خوري، نو خامخا به دې بيا دغسې د قربانۍ ګډوری کوي او يا به دې له صحنې وباسي، لکه څنګه چې تر ملابورجان، عثماني، ملا مشر تر ملا رباني پورې يې وويستل. سفير يې درته پر امريکا خرڅ کړ او نن يې دا دی چې دا بل درته خرڅ کړ. سبا ته دې نور او بله ورځ تا هم خرڅوي.
ملاصاحب!
ښه به دا وي چې تاسو خپلې ملي او جهادي ګټې د نورو د ګټو سره پرتله کړئ. ستاسو او د خواخوږو ترمينځ مو بايد يو متقابل احترام موجود وي. دا چې اشفاق کياني مخکې ويلي ول چې پاکستان دېته تيار دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمينځ د سولې په پروسه کې منځګړتوب وکړي. پاکستان په بار بار دا خبره کړې چې د پاکستان رول بايد له پامه ونه غورځول شي. هغوی چې پر تاسو باندې د هند لپاره پانګونه کړې څه خوشې يې خو نه ده کړې، ختمي به درڅخه کار اخلي. که ناغېړي کوې، نو خرڅوي به دې.
کله چې د خوست حمله وشوه، نو د دوی اعتبار ته زياته صدمه ورسېده. هماغه وو چې هغوی هم سمدستي خپل غچ واخېست او حکيم الله مسعود يې ووژلو. د CIA مامورينو پر وژنه د دوی ترمينځ اړيکي خراب شوي ول. ځکه هغوی پخپله له بې پېلوټه الوتکو څخه کار اخلي. د دې لپاره چې بيرته دغه صدمه او بې اعتبار جبران کړي، نو دا ځل يې دغسې معامله وکړه.
دا ډېره پيکه خبره ده چې همدا اوس په نادرعلي او مارجه کې بهرنيو قواوو د افغانستان بيرغ پر ولسواليو ورپولو، نو دا خپله زموږه خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. هيله ده چې بهرنيان بايد په دې پوه شي چې داسې بيرغونه رپول خپله د حکومت مشروعيت تر سختې پوښتنې لاندې راولي. ولسمشر کرزی بايد دا مسايل درک کړي. له پنځو نه تر پنځلس زرو پورې قواوې پر يوې يا دوو ولسواليو ورمرش کول دا درست خبره نه ده. امن په زور وظلم نه رامنځته کېږي. د خلکو په وژنه کې بايد چې ډېر پام وشي ولو که هرڅوک وي. ځکه چې مرګ وژوبله او خسارې اړول کرکې او نفرتونه زېږوي.
دا چې له يوې له خوا موږ ته د سولې خبرې کېږي او له بل لورې زور کارول کېږي او څارګره اداره له يوې مخې منځګړتوب کول غواړي او له بل لورې راباندې سوداګريانې کوي درست خبره نه ده. د ملګرو ملتونو د محمود مستيري او د بينن سېوان د سولې طرحې زموږ د همسايه ملکونو له خوا دوه ځلې سبوتاژ شوې. او څارګره اداره بيا غواړي چې بيا زموږ د مسالې واک پخپل اختيار کې واخلي لکه څنګه چې يوځل مخکې د ضياء الحق په وخت کې واخېستل شو او ترننه پورې کړېږو. په لندن کې څه خبرې وشوې؟ د بُن د پرېکړې په نتېجه کې د شمالي ټلوالې غله يې بيرته ارګ ته راوستل.
دا چې هولبروک، اوباما، پنتاګون او يا برېتانيا هرڅه امتياز پاکستان ته ورکوي دا يې خپل کار دی. خلک په دې پوهېږي برېتانيا چې کوم غلط وېش زموږ او د پاکستان او يا د پاکستان او هندوستان ترمينځ کړی چې ناسور يې تراوسه پاتې دی او له هماغې وجهې دا دی چې موږ اوس د راکړل شوې پناه لپاره ګروګان شوي يو او خپل حقه حق راڅخه په يوه او بله پلمه اخېستل شوی او نه يې راکوي. زما سياسي او حقوقي مسالې باندې يې څنګه سترګې پټې کړي چې د تېرايستنې لپاره يې ته راته په لاس کې نيولی يې. په يوه لاس کې يې قرآن او بل کې يې ټوپک، بم او چاړه په لاس درکړې ده.
دا چې هولبروک د پاکستان رول ته اهميت ورکوي درست ده چې په افغانستان کې سوله پرته د اسلام آباد له خوښې نه شي ټينګېدای، خو په دې شرط چې د پاکستان نيت پاک وي او د دوی نيت موږ ته هېڅکله پاک نه دی. هغوی نورې نامشروع غوښتنې لري.
هرڅوک خپلې موښې او ګټې لري او هرڅوک د خپلو ګټو لپاره لاسوهنه کوي. اسلام آباد ستاسو له ليارې هر څه په زوره کول غواړي او دا به مشکله وي چې سرته ورسېږي. همداسې دا نور هم درواخله د دولت او بهرنيانو پورې مسايل د زور له ليارې نه حل کېږي. دا به ښه نه وي چې يو څوک درباندې خپله سوداګري کوي او خپل امتيازات درباندې له نورو غواړي لکه همدا اوس چې ښاغلي يوسف رضا ګيلاني د هولبروک سره بيا يادونه وکړه چې ګيله يې ورته کړې وه چې له موږ سره د مالي مرستو خبره شوې وه او راته رانه کړل شوې، د بې پېلوټه الوتکو د تېکنالوژۍ مساله وه چې بايد پاکستان ته په اختيار کې ورکړل شي او داسې نورې غوښتنې. ولې څوک ستاسو پر سر دا سودا وکړي؟
ملاصاحب ګوره! چې نبي عليه السلام د حديبې سوله وکړه. سره له دې چې هغه يوه نامنصفانه فيصله وه، خو هغه ورسره ومنله او الله پاک پکې خير وبرکت واچاوه او خپله د مشرکينو له خوا ماته شوه. نو چې پاکستان داسې سولې زما پر سر کوي ايا ښه به دا نه وي چې ستاسو او د حکومت او د همدې بهرنيو سره سيده سوله وشي چې هم به ستاسو او هم به د ټول هېواد وقار پرځای پاتې شي او که د پاکستان په ترو وشي، نو دا وړۍ به شړۍ نه شي. دا خو لا يو هولبروک دی چې سل هولبروکه راشي هېڅ نه شي کولای. هولبروک بايد په دې پوه شي چې افغانان له ده ښه د جرګو او مرکو سره اشنا دي. له هولبروکه د افغانانو هيله دا ده چې نوموړی بايد منصفانه وي.
موږ يو متل لرو چې:
ستا له خيره مې توبه، خو چې له شره دې په امان شم.
د ښاغلي هولبرک د مرکې تازه متن دلته ګرانو لوستونکيو ته راوړم
هولبرک وايی چې پاکستان کولای شي د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفان سولې ته رامات کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتونو ځانګړی استازي ريچارډ هولبرک دا وايی چې پاکستان په دې اړه مهم رول لوبولای شي د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفان سولې ته رامات کړي.
ښاغلي هولبرک دغې خبرې له بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکه کې کولې. که څه هم ډېر تفصيل يې ورنه کړ، خو ويې ويل چې اسلام آباد د سيمې په امنيت کې پراخ اغېز لري. ده دغه راز په ډاګه کړه چې په هېلمند کې د افغان پوځ او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات په دغه هېواد کې د اورپکو پر وړاندې يو نوی پيل شوی پوځي او سياسي بهير دی.
نور حال له کابله د ښاغلي عبدالمالک عاصم په ريپورټ کې :
په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره د زمينې د برابرېدو او په دې لړ کې بېلابېلو هېوادونو او غاړو د ونډې او رول لوبولو پر اهميت د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې ځانګړي استازي ريچارډ هولبرک هم خپل نظر ورکړ.
هغه په سيمه کې د پاکستان اهميت او د امنيت په ټينګېدو کې د دغه هېواد ونډې ته په اشارې سره د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرو اترو کې د دغه هېواد د رول له ترسره کېدو ملاتړ وکړ.
خو ايا د پاکستان استخباراتي اداره آی ايس آی هم له طالبانو سره په خبرو اترو کې څه رول لوبولای شي ؟
هغه وويل: هو.
زما په نظر هغوی په دې اړه رول لوبولای شي.
خو پوښتنه دا ده چې څه ډول رول کېدای شي پاکستاني ادارې او چارواکي له افغان حکومت سره د طالبانو په خبرو کې ولوبوي؟
ښاغلی هولبرک په دې اړه جزئيات نه ورکوي، خو وايی چې په دې اړه بايد اسلام آباد او کابل پخپلو کې سره پرېکړه وکړي.
د پاکستان د رول په اړه بايد دواړه دولتونه تصميم ونيسي. پاکستان په سيمه کې نفوذ او مشروع امنيتي ګټې لري. لکه څنګه چې ايران او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه يې لري. دارنګه افغان حکومت پخپله هم منلې چې د پاکستان له مرستې او ګډون پرته په دغه هېواد کې سوله نه شي ټينګېدای چې دا ډېر مهم ټکی دی.
ښاغلی هولبرک وايی چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې له روان بهيره ملاتړ کوي او په دې برخه کې د خپل هېواد د مرستې ټټر وهي.
هولبرک په دې باور دی چې په افغانستان د پخلاينې په ګډون د ټيکاو ټولې چارې په ګډې سيمه ييزې همکارۍ سره راتلای شي، خو د دې ټولو چارو مشري د افغان حکومت دنده بولي.
ځانګړي امريکايي استازي د افغانستان په سوېل د هېلمند په نادرعلي او مارجې کې پيل شوي عمليات په دغه هېواد کې د روان بغاوت پر وړاندې د پوځي او سياسي پيل شوي خوځښت نوی پيل وباله.
دا به وروستي يرغليز عمليات نه وي، بلکې په دغه هېواد کې د وسله والو ياغيانو پر وړاندې د عصري، سياسي او پوځي چلند پيلامه او نوې پيل شوې لاره ده.
په دې بهير کې ډېر زيات پام سيمه ييزو خلکو ته کېږي. او ډېره هڅه کېږي چې د ملکی تلفاتو کچه تر ممکنې کچې ټيټه وساتي. تراوسه چارې ښې روانې دي، خو وروستۍ ارزونې ته لا وخت شته.
د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي ريچارډ هولبرک له بي بي سي سره په شوې ځانګړې شوې مرکه کې د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې د نومتي طالب قوماندان ملا برادر نيونه يوه لويه لاسته راوړنه بولي او فکر کوي چې د افغانستان د سولې له بهير سره دغه ډول چارې مرسته کولای شي.
خو د استخباراتي رازونو د نه په ډاګه کېدلو له کبله يې له دې ويلو ډډه وکړه چې دغه نيونه په رښتيا پر اسلام اباد د واشنګټن د فشارونو له کبله ترسره شوې که څنګه؟
دا چې هولبرک وايی چې پاکستان په سيمه کې نفوذ او مشروع امنيتي ګټې لري، نو زه هم روا، مشروع او امنيتي ګټې لرو.
هولبروک بايد په دې پوه شي چې يو اتوم لرونکی پاکستان وايران موږ ته هېڅکله ګټور نه شي تمامېدای. دا د پنتاګون خپل غول دي چې د روسانو سره د جګړې پر وخت يې ورته د اتوم اجازه ورکړه او د بنيادګرو او القاعدې جاله يې ترې جوړه کړه، نو نن دې ورته ټينګ شي.
هولبروک داسې انسان دی چې خبرې سمې کوي، خو لکۍ يې کږه وي. نوموړی هم د طالبانو غوندې د پنجاب د ګټو حامي شو نه زموږ. يو اتومي پاکستان هېڅکله زموږ خيرخواه نشي کېدای! د افغانستان ناپېلتوب ته بايد درناوی وشي او همدا به يې يوازېنۍ لاره وي. حکومت او بهرنيان بايد د خلکو زړونه خپل کړي چې دا په حکمت کېږي په زور نه کېږي.