د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له روسي، قطري او لبناني چارواکو سره د سوریې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د ټي آر ټي د خبر له مخې هاکان فېدان د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د ټېلفون پر ليکه د سوریې د روان وضعیت په اړه غږېدلی دی.
خبر زیاتوي، چې فیدان د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په سوریې کې د روان کړکېچ او په غزه کې د اوربند پر رامنځته کېدو هم خبرې کړې دي.
فیدان همداراز د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره په لبنان کې د اوربند او د سوریې په روان وضعیت غږېدلی دی.