روسیې او ایران د سوریې له عرضي تمامیت او د ترهګرو ډلو پر وړاندې له مبارزې ملاتړ اعلان کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره د ټېلفون پر کرښه غږېدلی او دواړو لوریو د سوریې د کړکېچ په اړه د سیمې د هېوادونو تر منځ د همغږۍ د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
همداراز دواړو لوریو په سوریې کې د روان کړکېچ د مخنيوي او د ثبات پر رامنځته کېدو ټېنګار کړی او په دې برخه کې یې پر ګډې همکاری توافق کړی دی.