کام ایر هوایي شرکت وایي، چې د ډسمبر په ۱۷مه د کابل دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي.
د دغه شرکت د معلوماتو لهمخې، هره اوونۍ به د کابل او دوحې ترمنځ د سې شنبې په ورځو په مستقیم ډول یوه الوتنه ترسره کوي.
تر دې وړاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي و، چې له قطر سره د مستقیمو الوتنو لپاره هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرو هېوادونو او نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې.
بلخوا په تېرو درېیو کلونو کې ځینو دغو شرکتونو کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.