ایران کې یو افغان اعدام شوی

ایران کې یو افغان اعدام شوی


  • 1 مياشت دمخه (02/12/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 53

د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش د ایران لخوا د یوه افغان د اعدامېدو خبر نشر کړی دی. 

یاد سازمان نن پر خپله ویب پاڼه ليکلي، چې دا کس تېره پنج شنبه د یاد هېواد په یزد زندان کې د قصدي وژنې په تور اعدام شوی دی. 

د اعدام شوي کس نوم اسماعیل بارکزی یاد شوی او ویل کېږي، چې د فراه ولایت اوسېدونکی و؛ خو د یاد هېواد په میبود ښار کې له خپلو خوېندو سره اوسېده. 

تر اوسه د ایران حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي. 

د نوموړي سازمان په وینا، ایران د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیل راهیسې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۸ تنه افغانان اعدام کړي دي.